روزنامه اصلاح

عبدالهادی ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر شو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی د دوه جلا حکمونو له لارې، ښاغلی عبدالهادی ارغندیوال د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

د هیواد جمهوررئیس د دوه جلا (۴۰ او ۴۱)حکمونو پر اساس، د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د عبدالهادی ارغندیوال ټاکل کېدل منظور کړل.

ښاغلی عبدالهادی ارغندیوال د هیواد مطرح سیاسی شخصیت دی چې تر دې وړاندې یې د جمهوررئیس د سلاکار او د اقتصاد وزیر په توګه دندې ترسره کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید