روزنامه اصلاح

طالبان افغان خبریالان او د رسنیو ښځینه کارکوونکې په نښه کوی

د بشری حقونو د څار بنسټ وایی چې د طالبانو جنګیالی په قصدی توګه د ښځو په ګډون د رسنیو کارکوونکی په نښه کوی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ(وری ۱۲) په یو راپور کې ویلی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه په بې‌ساری ډول زیات شوی چې د سولې د هر ډول توافق په صورت کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د ساتنې په تړاو یې اندېښنې زیاتې کړې دی.
د بشری حقونو د څار بنسټ موندنې ښیی چې د طالبانو قوماندانان او جنګیالی په کابل او نورو هغو سیمو کې چې دوی نفوذ لری د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو، ویرې او تاوتریخوالی په رامنځ ته کولو کې ونډه لری.
په راپور کې راغلی: “د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د طالبانو قوماندانان او جنګیالی د خپل کنټرول لاندې سیمو څخه ورهاخوا په شفاهی او لیکلې بڼه خبریالانو ته ګواښونه کوی”.
د بشری حقونو د څار بنسټ د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګوسمن ویلی چې په روان ګواښوونکی وضعیت کې د وژنو او ګواښونو دا لړۍ د افغانستان رسنیو ته د ویرې پیغام رسوی.
اغلې ګوسمن زیاته کړې: “د تاوتریخوالی او ګواښونو له لارې د منتقدینو په چوپ کولو سره طالبانو په افغانستان کې د پرانیستې ټولنې د خوندی ساتلو هیلې کمزورې کړې دی”.
د بشری حقونو د څار بنسټ ویلی چې د ۲۰۲۰ له نومبر څخه یې د ۲۰۲۱ تر مارچ پورې په افغانستان کې د رسنیو له ۴۶ کارکوونکو سره خبرې کړی چې له دې شمېرې ۴۲ یې لا هم په مختلفو ولایتونو کې کار کوی خو څلورو خبریالانو د ګواښونو له امله د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوی دی.
د بشری حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلی چې طالبانو یو شمیر خبریالان د څو ساعتونو او ان له یوې شپې زیاتې مودې لپاره بندی کړی هم دی چې په ځینو مواردو کې دغو خبریالانو یا همکارانو یې د طالبانو له مشرانو سره له اړیکې وروسته بېرته خوشې شوی دی.

دغه بنسټ ویلی دا د دې ښکارندویی کوی چې د طالبانو سیمه‌ییز قوماندانان او جنګیالی د خپلو نظامی او سیاسی مشرانو له امر پرته د ژورنالیستانو د په نښه کولو په تړاو تصمیم نیسی.
د راپور په اساس په افغانستان کې تر ډېره هغه خبریالانې چې په راډیو کې کار کوی او یا په ټلویزنونو کې څرګندېږی له خاصو ګواښونو سره مخ دی او ځینو یې په دې وروستیو کې خپلې دندې خوشې کړی او یا د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی دی.
د بشری حقونو د څار بنسټ ویلی ښځې نه یوازې په رسنیو کې د کار کولو له امله بلکې له کور څخه بهر په ټولنه کې د فعالیت کولو له امله په نښه کېږی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د طالبانو مشران باید ژر تر ژره د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې ګواښونو پای ته ورسوی.
همداشان د بشری حقونو د څار بنسټ له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو څخه چې د سولې په بهیر کې ښکیل دی غوښتی چې په دې برخه کې د طالبانو په مشرانو باندې فشار راوړی ترڅو د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی بند شی.
د افغانستان دولت هم وروستی هدفی بریدونه د طالبانو کار ګڼی خو دغې ډلې تل دا تورونه رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید