روزنامه اصلاح

طالبانو ته د ناټو نوی پیغام؛ تېرو کلونو ته د تللو لاره نشته

ناټو وایی، طالبان دې تاوتریخوالی کم او باید پوه شی چې تېرو ۱۹ کلونو ته د تللو لار نشته.
د افغانستان لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت ناټو ملکی استازی ویلی، لا هم د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی کچه لوړه ده او باید داسې سوله وشی چې د ټولو حقونه په کې خوندی وی.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکی استازی وایی، طالبان باید پوه شی چې تېرو کلونو ته د تللو لاره نشته.
ښاغلی سټیفانو پونټیکورو دا خبرې امریکا غږ اشنا رادیو سره په یو مرکه کې کړی.
هغه ویلی، لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه لوړه او د منلو نه ده.
نوموړی زیاته کړه: “د سولې بهیر به له ستونزو ډک وی، خو که چېرې باور نه وی څو ځله به ستونزمن وی د تاوتریخوالی کمېدل د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړولو په معنی دی.”
خو طالبان بیا وایی چې دوی له امریکا سره خپلو تعهداتو ته ژمن دی.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ناټو د ملکی استازی د خبرو په غبرګون ازادی راډیو ته ویلی، د تاوتریخوالی کمښت د جګړې دواړو خواوو پورې اړه لری او په خبره یې دواړه لوری باید په دې برخه کې اقدام وکړی.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکی استازی په امنیتی ځواکونو کې د طالبانو د ادغام په اړه هم ویلی، که چېرې په دې برخه کې د افغان حکومت چارواکی د همکارۍ غوښتنه وکړی دوی به ورسره مرسته وکړی.
نوموړی دا خبره ورسته له هغې کوی چې تېره اونۍ د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غنی تر سولې ورسته په ټولنه او د امنیتی ځواکونو په لیکو کې تر د طالبانو د ادغام خبره وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې د کورنیو چارو کمېسیون غړی فدا محمد الفت صالح وایی، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمښت په برخه کې د جګړې پر ښکېلوو خواوو فشار راوړی.
صالح وویل: “زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه کولای شی دغه مسایل مدیریت کړی او افغان حکومت په ځانګړې توګه د سولې مذاکراتی ټیم چې د خلکو او حکومت په استازیتوب له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، د سولې خبرو اترو جلسې دې په ډېره حوصلې او زغم مخته یوسی تر څو موږ سولې ته ورسېږو، د نوی او ښه افغانستان د جوړولو یوازینۍ لار سوله ده.”

ښاغلی صالح ټینګار وکړ، تر کومه چې د طالبانو له لوری تاوتریخوالی کم نه شی او د سولې د رامنځته کولو لپاره د جنګ دواړه خواووې هڅې ونه کړی دوامداره سولې ته رسېدل ناشونی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید