روزنامه اصلاح

طالبانو ته د لویدیځ ډیپلوماتانو پیغام: نااعلان شوی پسرلنی عملیات ودروئ

cد افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې، فرانسې، جرمنی، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او دغه راز ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته دجمعې په ورځ (د غویی ۱۷مه) په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
د دې شل ماده ییزې اعلامیې په سر کې راغلی چې دا هېوادونه د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم افغانستان کې د هغه حکومت مخالفت کوی چې د زور له لارې واک ته ورسېږی.
په اعلامیه کې راغلی چې د زور له لارې واک ته رسیدونکی حکومت د سیمې بې ثباتۍ ته هم یو ګواښ ګڼل کېږی.
د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم د ویډیو کانفرانس له لارې غونډې ته یوځای شوی و.
غونډې ته د طالبانو د مرکچی پلاوی مرستیال عباس ستانکزی وایی، دوی سولې ته ژمن دی، خو باید د دوحې تړون عملی، د دوی زندانیان خوشې او د مشرانو نومونه یې له تور لېسته ووځی.
لویدیځو ډیپلوماتانو ویلی، اړتیا ده چې د افغانستان د سولې تګلاره ګړندۍ شی او په خبره یې دې چاره کې له حکومت او طالبانو سره په ګډه کار کوی چې یوه سیاسی جوړجاړی ته ورسیږی.
اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې “نا اعلان شوی” پسرلنی عملیات ودروی او ژر تر ژره روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایی، دوی پسرلنی عملیات نه دی پیل کړی او په خبره یې اوسنۍ جګړې یې د حکومت جګړو ته ځواب دی.
هدفی وژنې د اندېښنې وړ بله موضوع ده چې دغو ډیپلوماتانو بحث پرې کړی او ویلی یې دی، د مدنی فعالانو، د رسنیو د کار کوونکو، د بشری حقونو د ملاتړو، روغتیا پالانو، عدلی کار کوونکو او نورو ملکیانو د وژنې کمپاین باید پای ومومی.
افغانستان کې تاوتریخوالی داسې مهال زیات شوی چې له دغه هېواده د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید