روزنامه اصلاح

طالبانو ته به خپله غلط فهمی درنه تمامه شی

د افغانستان د ملی امنیت شورا وایی، دغه هیواد نور د تروریزم ځاله نشی کېدای او په خبره یې طالبانو ته به خپله غلط فهمی ګرانه تمامه شی.
د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون شنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلی چې طالبانو د جګړې پر شدت تمرکز کړی او په وینا یې د سیمو د نیولو په نوم یې چور ته زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړې: “طالبانو د خپل زور مطابق هر وخت د جګړې پر شدت تمرکز کړی دی او بیا بیا یې د سیمو د نیولو په نامه هلته چور او چپاول ته زمینه سازی کړې ده.افغان امنیتی ځواکونه د خپلو خلکو و خاورې دفاع ته په مېړانه ولاړ دی او هیڅ څوک دلته د زور او جبر حکومتداری نشی کولای،طالبانو ته به خپله غلط فهمی ډیره درنه تمامه شی.”
ښاغلی اندړ زیاته کړې چې افغانستان نور د تروریزم ځاله نشی کېدای او زیاتوی چې چې افغان امنیتی ځواکونه پر خپل ځان متقی شوی دی.
د امنیت شورا ویاند وایی چې نړیوالو د افغان ځواکونو ملاتړ نه دی پریښی او د پوځی روزنې او مالی ملاتړ چارې د پخوا په څېر روانې دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل چې وسله والو طالبانو په تیرو ۲۴ ساعونو کې د هیواد په اتو ولایتونو کې بریدونه کړی دی.
دفاع وزارت همدارنګه ویلی چې د یادو بریدونو پرمهال ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید