روزنامه اصلاح

صلاح الدین ربانی: سوله او ثبات به په آسانۍ سره ترلاسه نه شی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سولې د خبرو د نوښت لپاره د ازبکستان له جمهوریت څخه مننه او قدردانی وکړه او ویې ویل: د ازبکستان خلک او حکومت د افغانستان دوستان دی او آن موږ علاقمند یوو چې د افغانستان د سولې د خبرو بهیر ځاى په ازبکستان کې وی.

ربانی زیاته کړه: سوله اوثبات به په اسانۍ سره ترلاسه نه شی او په افغانستان کې د سولې په اړوند د ټولو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې د یوځاى کېدو  غوښتوونکی یوو.

ده زیاته کړه: آلمان هم د افغانستان د سولې په خبروکې ګډون کړى دى او موږ د دغه اقدام قدردانی کوو.

وروسته کاملوف په افغانستان کې د سولې او ثبات په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سولې په باب سیمه ییزه اجماع د پراختیا په حال کې ده او په افغانستان کې د سولې او ثبات په باب پر سیمه ییزو او نړیوالو هلوځلو ټینګار وکړ او ویې ویل: د افغانستان د امنیتی شخړو حل د افغانستان دولت د مستقیمو خبرو اترو له لارې امکان لری او سمرقند یې د سولې لپاره ښه ځاى وباله او له تاریخی پلوه یې هم دغه ښار هر مسلمان ته ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه  چې دغه هېواد په دې باب هر راز همکاریو ته چمتو دى.

په دې کتنه کې د سیاسی او اقتصادی اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکی موافقه لیک د لاسلیک کولو په باب خبرې اترې وکړې .

ممکن است شما دوست داشته باشید