روزنامه اصلاح

شاه امان الله خان د غـربت ژونـد کـې

په هغه یاداښت کې چې له بى بى سى څخه په ۲۰۱۹ کال د جولای په ۳۰ مه خپورشو لاندی مهم ټکی یې راخلو! په دې یادونه کې د شهزادۍ هندیه خبرې، د باچا امان الله خان غازی د مړینی وړاندوینه، جلا وطنی او غریبه شاهی کورنۍ، د باچا مرګ او نورټکی شامل دی.

اعلیحضرت شاه امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ناجی، وطندوست شخصیت، محبوب الملت والوطن، کوم چې په افغانستان کې، څلور تنو زعیمانو له پاره د امیرالمومنین لقب هم ورکړل شوی دی، لکه سلطان محمودغزنوی، امیردوست محمدخان، شاه امان الله خان غازی ته، چې امان الله خان هم د دوۍ له جملی څخه وو.

د شهزادګۍ هندیه خبرې! دغه شهزادګۍ چې د باچا وروستنۍ لور ده او د مهاجرت پر مهال په هندوستان کې پیدا شوې ده، هغی ویلی دی، چې له خپل ایرانې نسب میړه سره په مشهد کې وم چې یو صوفی ړوند سپین ږیری ولیدم، راته یی وویل: چې ( پلار دی له لوی تاج سره هلته یعنې د افغانستان پر لوری ځی) خو دا خبره وه او وشوه! ما به تل لیدل چې باچا له سترګو اوښکې تو یوی او پریشان دی او تل به یې ویلې چې زړه وروم اویم، خو ومې نه غوښتل، چې خپله توره (شمشیر) د خپل ګران ملت پر وړاندې وباسم او وکاروم، ترڅو زما تاج او تخت پر کرار پاتې شې؟! همدا د غربت، پریشانی، بی وسۍ، نادارۍ او مهاجرت ژوند ښه دی، نه په وینو اخته او لړلې سلطنت! شهزادۍ هندیه د سپین ږیری صوفی مشرب سړی کیسه (یانې د خولې خبره او وړاندوینه په ۱۹۵۸ م کال کې اوریدلی ده. هندیه وایی دا څنګه امکان لری چې زما پلار بیا پاچا شى؟! امکان نه لری.

جلا وطنۍ او غریبه شاهی کورنۍ:

باچا امان الله خان چې په کندهار کې پریکړه وکړه، چې د واک (سیاست او تاج او تخت) پر سر جګړه نه کوی او د هېواد پریښودو ته یې ترجیح ورکړه نو له خپلی کورنۍ سره چې ۹ تنه وو د کویټې، چمن او هندوستان له لاری په کښتۍ کې یی د بهروتلو او ایتالی ته د ورتلو هوډ وکړ او وطنه ووت. هلته څو ورځی د سفارت په ودانۍ کې تم او واوسید، خو د حالاتو له کبله وه چې جبراً له افغانی سفارت څخه وایستل شو او په یوه فقیرانه غریبانه کورکې کرایه نشین شو، ملکه ثریا به د شپی له خوا وتله او غریبانه خوراکی توکی به یې له تور بازار څخه رانیول او بیا به یې پاخه کړل او پر هغه به یی ګوزاره کوله او ډیره غریبانه ډوډۍ به یی خوړله او له کړاوونو ډک ژوند دغه سلطان درلود. کوم چې یی په خپل قلمرو کې لوی پیرنګی ته ماتې ورکړی وه او یو مهال د شرقی سیمې ستر او با عظمت باچا ؤ.

په هر صورت تش دسترخوان ته ناست وو، ژوند او روزګار تریخ ؤ. ملکه ثریا له وضعیته ډېره کړېدله.

د با عظمته، زړه ور باچا، د غربت او مهاجرت په دیار کې، مرګ:

د ۱۹۶۰ میلادی کال د اپریل په ۲۵ مه، ۱۳۳۹ لمریز کال د ثور (غویی) پنځمه نیټه د سویس هېواد د زوریخ ښار په یوه مهم روغتون کې، ښاغلی امان الله خان باچا د ناروغۍ له کبله بستری ؤ، چې په یادې نیټې د سهار پر مهال یې خپله ساه ورکړه او ومړ. په روم کې افغانی سفیر او کارمندان یی هم هلته حاضر وو. چې په اړه یې محترمی شهزادگۍ هندیې او ښاغلی اکاډیمسن محمد اعظم سیستانی هم ویلی دی چی پر شاه امان الله خان وطن ډېر زیات ګران ؤ او د ژوند تر آخرۍ شیبې پورې یې وطن وطن یادوه. مګر په ژوند کې یی وطن ونه لید. له دې سره دی (شاهی کورنۍ) ته د پاکستان هېواد (دولت) کوم چې نوی ۱۳ کلن ؤ، خبر راغی (تلګرام) راغی چی دغه دولت حاضر دی چې په پوره احترام سره یې دلته په پاکستان کې خاورو ته وسپاری، خو ملکى ثریا وویل: چې نه، حاضره یم چې په ایتالیا کې د مراکشی سرتیرو په مقبره کې به یې خاوروته وسپارم، نه پاکستان کې.

وروسته د کابل څخه احوال راغی چې د آریانا افغان هوایی شرکت الوتکه (طیاره) یی استولې ده او میت به یی افغانستان ته ولیږدوی، هغه وه چې کندهار ته ورسېدو او له کندهاره راساً جلال آباد ته د شاه امان الله خان میت ولیږدول شو او هلته د امیر شهید په باغ کې د خپل پلار د قبر ترڅنګ، په داسې حال کې په طبیعی توګه د خلکو مینه ورسره وه د ډیر وګړو مشرانو، سرکاری مسوولینو او په عزت سره هلته په (ننګرهار، جلال آباد، د امیر شهید بڼ) کې خاورته وسپارل شو.

مونږ ولیدل چې افغان شریف وګړی خو را پښېمانه ؤ او په ژوندون کې د هغه (امان الله خان) په قدر نه پوهیدل، خو اوس یې ارمان کاوه او خلکو ژړل او په عزت سره یې یادوه، خو هغه (باچا
امان الله) نه ؤ حاضر بلکې وفات شوی ؤ. داکتر اعظم سیستانی وایی چې پر هغه ورځ د ننګرهار ورځپاڼه چې یوازی یې د باچا د مرګ خبرخپور کړی او عکس یې اچولی ؤ، ۴۱ افغانى بیه درلوده په داسې حال کې چې د ورځپاڼې بیه یوه یادوه افغانۍ وه. هغه آزادی حاصله کړه د ښځو حقوق یی ورکړل او اساسی نظامنامه (اساسی قانون یی درلود) او د ترقۍ له پاره یی لوی پروګرامونه طرح او عملی کول، اورګاډی یی کابل ته راووست او ۷۰ باله الوتکی یې په شیریور هوایی ډګر کې چمتو درلودلی او ځوان نسل یی سم تربیه کاوه، ملت ورته ډیر ګران ؤ او هغه وطندوست او با جرئت شخصیت ؤ. ملی منافع ورته مهمې وی، خو محمدظاهرشاه باچایې د مړینی پر مهال ډېر عزت وکړ د ده له مړینی کابو ۹ کاله وروسته ملکه ثریا د سرطان په ناروغۍ اخته وه او دغه مهمه ښځه (ملکه) په ۱۹۶۸ – ۱۳۴۷ ش کال په غربت کې مړه شوه، هغی د ارمان درلود چې شین کمیس وکړی، وایې غوندی او په کابل کی قدم ووهی، خو دا ارمان یې پوره نه شو او په جلال آباد کې د خپل مېړه (امان الله خان) د قبر ترڅنګ په عزت سره خاوروته وسپارل شوه. نو د هغه ایرانی صوفی ړانده خبره همداوه، چې باچا به یوځل بیا خپل هېواد ته ستنېږی خو د مرګ په حالت کې… داوه د یوه با عظمته باچا د غربت، مهاجرت د ژوند دردناکه کیسه…

نکند مست هزار خم می پرستان را

مگر زره‌ی خاک میهـن پرستان را

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید