روزنامه اصلاح

شاناهان: په منځنی ختیځ کې د وضعیت د خرابۍ د مخنیوی د پلانونو جوړولو ته اړتیا ده

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وایی، په منځنی ختیځ کې د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوی لپاره احتمالاً د پلانونو جوړولو ته اړتیا ده. پاتریک شاناهان په عمان خلیج کې د تېلو پر دوو لېږدوونکو کښتیو د تېرې پنجشنبې تر هغو حملو وروسته دا خبره وکړه چې امریکا یې مسؤلیت پر ایران اړولى دى. په دغو کښتیو کې یوه کښتۍ نارویژۍ او بله یې جاپانۍ وه.

 پاتریک شاناهان په واشنګټن کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “د نړۍ ١۵ فیصده تېل د هرمز له تنګی تېرېږی، نو د همدې لپاره د وضعیت د خرابۍ د مخنیوی په خاطر احتمالاً د پلانونو د جوړېدو اړتیا شته او موږ همداراز د دې نړیوال وضعیت لپاره د حمایت پراختیا ته ضرورت لرو.” د امریکا د دفاع سرپرست وزیر دقیقاً ونه ویل چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره کوم اقدامات په کار دی. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران د تېلو پر لېږدوونکو کښتیو د تېرې پنجشنبې په حملو کې په لاس درلودلو تورن کړ. ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز ټلویزیونی شبکې سره په خبرو کې وویل چې دا کار ایران کړى دى. ده زیاته کړه: “ایران دا کار کړى دى او تاسې پوهېږئ چې ایران دا کار کړى دى، ځکه تاسو یوه کښتۍ ولیده او فکر کوم یو ماین ناچاودلى پاتې و.” د ولسمشر ټرمپ اشاره هغې ویډیو ته وه چې د امریکا پوځ خپره کړې ده. د امریکا پوځ تېره پنجشنبه یوه ویډیو خپره کړه چې په کې څو کسان ښکاری چې د امریکا پوځ یې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواک د ګزمې د یوې کښتۍ عمله ګڼی. دغه کسان تر حملې وروسته ظاهراً د یوې کښتۍ له بدنې یو ناچاودلى ماین لېرې کوی. ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې پېشنهاد وکړ چې د واشنګټن له خوا دې پر تهران ډېر شدید بندیزونه ولګول شی.

ایران په عمان خلیج کې پر کښتیو له شویو حملو سره خپل ارتباط رد کړى او وایی چې د امریکا د پوځ له خوا خپرې شوې ویډیو هېڅ شى نه دی ثابت کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا تېره پنجشنبه ویلی وو، د امریکا د حکومت ارزونه ښیی چې په دغو حملو کې ایران دخیل دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید