روزنامه اصلاح

سیګار: په افـغـانسـتان کـې ۶ لکه افغـانان د نشـه‌یی موادو په کاروبار بوخت دی

د افغانستان د امنیتی، اقتصادی او پرمختایی وضعیت په اړه د سیګار تازه راپور ښیې چې په افغانستان کې اوس هم تر نورو هېوادونو ډېر کوکنار کرل کېږی او سږکال بیا د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوی دی.

د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکایی بنسټ یا د سیګار مشر جان سوپکو د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو په مرکز کې وویل، په افغانستان کې شپږ لکه افغانان د نشه‌یی موادو په کاروبار بوخت دی.

ښاغلی سوپکو وایی، که له طالبانو سره سوله وشی، بیا به هم د نشه‌یی موادو ستونزه تر ډېره وخته پورې پاتې وی:

له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په اړه ډېرې څرګندونې شوی، خو مهمه خبره دا ده چې باید د دې کار نتیجه وکتل شی. موږ له همدې امله غواړو چې په اقتصاد او ښځو پورې تړلو مسائلو ترڅنګ د نشه‌یی موادو ستونزه هم را پورته کړو. باید دغه ډول امنیتی مسائلو ته هم پام وشی، که دا دوه مسائل له پامه وغورځول شی، ټولې لاسته راوړنې به مو له لاسه ووځی.”

د سیګار په راپور کې له افغان امنیتی ځواکونو سره پر دوامدره مالی ملاتړ ټینګار شوی دی.

د جان سوپکو په خبره که له طالبانو سره سوله هم وشی، افغان ځواکونه باید له ترهګرو او غیر مسؤلو وسله‌والو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ، له نشه‌یی موادو سره هم مبارزه وکړی.

څه موده مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له ازادی راډیو سره په خپله وروستۍ مرکه کې له نشه‌یی موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخو کې د نړیوالو مرستو د کموالی خبر ورکړی و، دا دی اوس د سیګار څېړنې ښیې چې افغانستان په روان میلادی کال کې له نشه‌یی موادو سره د مبارزې او نورو برخو لپاره پنځو میلیارډو ډالرو ته اړتیا لری.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او امنیتی چارو متخصص مېرزا محمد یارمند د افغان دولت له نشه‌یی موادو سره د مبارزې اداری تشکیلات کافی نه بولی او نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کوی.

دی وایی:

“باید په افغانستان کې له نشه‌یی موادو سره د مبارزې ادارې غښتلې شی. کله چې د نشه‌یی موادو خنډونه او ستونزې څېړل کېږی، باید په هماغه اندازه بودجه هم ورته برابره شی. تر اوسه پورې دې مسائلو ته اساسی پام نه‌دی شوی او ټول کارونه په پروژه‌یی او مؤقتی بڼه روان دی. څرنګه چې د افغانستان نشه‌یی موادو ځینو هېوادونو ته زیان اړولی، نو باید ټول هېوادونه په ګډه له نشه‌یی موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.”

سیګار په‌داسې حال کې په افغانستان کې د نشه‌یی موادو د کښت او تولید د دوام خبره کوی چې بهرنیو ځواکونو له درېیو میاشتو راهیسې د نشه‌یی موادو د تولید پر کارخانو هوایی بریدونه درولی دی.

ښاغلی یارمند له نشه‌یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان او بهرنیو ځواکو د ګډې مبارزې ترڅنګ له افغان دولته غواړی چې د بدیلو کښتونو هڅه وکړی او بزګر دې وهڅوی چې تر دې وروسته کوکنار و نه‌کری.

ممکن است شما دوست داشته باشید