روزنامه اصلاح

سږکال بامیان ولایت کې د کچالو حاصلات ۱۷۰ زره ټنو ته رسیدلی

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکی وایی، سږکال په دغه ولایت کې د تیرکال پرتله شاوخوا لس زره ټنه زیات کچالو تولید شوی دی.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په روان ۱۳۹۸ لمریزکال کې په دغه ولایت کې ۱۷۰ زره ټنه کچالو تولید شوی، چې د تیرلمریز کال پرتله د کچالو په حاصلاتو کې تر لس زره ټنو پورې زیاتوالی ښیی.

تیرکال په دغه ولایت کې وچکالی وه، چې له امله یې بزګرانو شاوخوا ۱۶۰ زره ټنو کچالو حاصل اخیستی وو.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب محمدی وایی، چې سږکال په دغه ولایت کې د وچکالۍ اغیزې کمې شوی، چې ورسره د کچالو حاصلات هم زیات شوی دی.

ښاغلی محمدی وویل ” سږکال مونږ بامیان ولایت کې د کرهڼې په سکټور کې د یو ښه حاصل شاهدان یو،چې اکثره کرهڼیزو محصولاتو وده لرله په ځانګړی ډول د بامیان کچالو ښه وده کړې ده”.

بامیان ولایت په افغانستان کې د کچالو د حاصلاتو په برخه کې لومړی مقام لری.

د بامیان ولایتی چارواکی وایی، چې سږکال د تیر کال پرتله د کچالو د خرڅلاو بازار هم ښه دی او اوس مهال یو من کچالو تر سلو افغانیو پورې خرڅیږی، تیرکال دا اندازه کچالو تر اتیاو افغانیو پورې پلورل کیدل.

د محمد داد په نوم یو بزګر وویل، چې سږکال د کچالو د حاصلاتو څخه راضی دی.

ښاغلی محمد داد وویل، چې حتی تر ۱۱۰ افغانیو یې هم یو من کچالو پلورلی دی.

په افغانستان کې د سړو خونو د نشتوالی له امله د افغانستان کرهڼیز توکی دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته په ازانه بیعه صادریږی، چې دننه په افغانستان کې د کرهڼیزو توکو د کمې سبب ګرځی او حتی ځینې توکی بیرته له دغو هیوادونو افغانستان ته واردیږی.

د بامیان ولایت د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دا ستونزه منی، خو وایی، ټاکل شوې، تر یو کال پورې به په دغه ولایت کې په سلګونو سړې خونې جوړې شی، چې ورسره به بزګران وکړی شی، د حاصلاتو د ترلاسه کولو وروسته هم د اوږدې مودې لپاره خپل کرهڼیز توکی په سړو خونو کې وساتی.

د چارواکو د وینا له مخې دا کار به په بازار کې د کرهڼیزو توکو د بیعو د پریوتو سره هم مرسته وکړی او د بزګرانو د عاید د زیانمنیدو مخه به ونیسی.

همداشان د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کچالو د بیعې د پریوتو د مخنیوی لپاره د کچالو د تولیدونکو بزګرانو یو ټولنه هم جوړه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید