روزنامه اصلاح

سټولټنبرګ: ناټو د افغان ځواکونو مـلاتړ ته ژمـنه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون سه شنبه د سپتمبر پر درېیمه نېټه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشی ین سټولټنبرګ سره کتلی او د افغانستان پر روان سیاسی او امنیتی وضعیت یې ور سره خبرې کړې دی. ښاغلی سټولټنبرګ په کابل کې د تېرې شپې برید غندلی چې طالبانو یې مسئولیت منلی.

که څه هم تر دې دمه د دوی د کتنې ډېر جزئیات نه دی په ډاګه شوی، خو پخوا داسې رپوټونه وو چې مایک پومپیو به د ناټو له سرمنشی او نورو اروپایی چارواکو سره د هغې هوکړې په اړه غږېږی چې دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوې ده.

د ناټو سرمنشی ین سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوی او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې له یوه خصوصی تلویزیون سره مرکه کې ویلی وو چې له طالبانو سره د دوی له خپلمنځی هوکړې وروسته اوس باید بین الافغانی خبرې پیل شی.

ښاغلی خلیلزاد ویلی وو، وروسته له هغه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا هوکړه تائید کړی، په څو ورځو کې به طالبان د افغان حکومت او نورو افغانانو سره مخامخ خبرو ته کېنی.

زلمی خلیلزاد ویلی، ګڼ اروپایی هېوادونه غواړی چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړی. خو داسې تمه کېږی چې بین الافغانی مذاکرات به په بروکسل کې کېږی. بروکسل ته د مایک پومپیو د سفر یوه موخه هم همدا ښودل شوې چې اروپایی مشران د دې احتمالی ناستې او د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځی هوکړې پر جزئیاتو خبر کړی او راتلونکې بین الافغانی ناستې ته لارې چارې وسنجوی. افغان حکومت تر دې دمه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلان کړی.

ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی، هر کله چې د دې خبرو نېټه او ځای مالوم شول نو افغان حکومتی پلاوی به هم ورته اعلان شی. طالبانو د حکومتی پلاوی پر نه اعلانېدو نیوکه کړې ده او تور یې لګولی چې دا ډول ګامونه د سولې په بهیر کې خنډ جوړولی شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید