روزنامه اصلاح

سټولټنبرګ: طالبان باید خپلې ژمنې عملی او تاوتریخوالی کم کړی

د شمالی اتلانتیک یا ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ ویلی چې وسله وال طالبان باید خپلې ژمنې عملی او تاوتریخوالی کم کړی.
ښاغلی سټولټنبرګ په خپل ټویټر لیکلی چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سره یې خبرې کړی دی.
هغه ویلی: “د دوحې خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته کوی، طالبان باید خپلې ژمنې عملی کړی او د تاوتریخوالی کچه راټیټه کړی. ناټو د افغانستان امنیت ته ژمنه ده.”
نوموړی له خلیلزاد سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې له بهیر او ثبات ټینګېدو څخه د ناټو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ویلی چې د جګړې زیاتوالی د افغان سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کوی.
ناټو پر داسې مهال پر طالبانو دتاوتریخوالی کمولو غږ کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چارواکو په وینا طالبانو د افغان سرتیرو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د بهرنیو مرستندویه ادارو په وینا تر دا مهاله زرګونه کورنۍ د هلمند د جګړې له امله بېځایه شوی او د ژوندانه لومړنیو اړتیاو ته لاس رسی کم شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید