روزنامه اصلاح

سوله نه یوازی د افغانستان، بلکی د سیمی او نړۍ لپاره هم ستر ارزښت لری

د افغان سولې په اړه په سیمه کې د نوو تحولاتو او بدلونونو څخه داسی ښکاری چې نه یوازی افغان حکومت هلی ځلی کوی چی په افغانستان کې سوله او ثبات تامین شی، بلکی نړیواله ټولنه په تیره بیا د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم افغان کشالی ته د حل په منظور اسلام آباد او د سیمی هېوادونو ته سفرونه پیل کړی ترڅو د افغان سولی روانه پروسه په ښه توګه بریالی شی.

له بده مرغه طالبان د نورو په اشاره اوس هم نه غواړی چی د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د خبرو میز ته حاضر شی که څه هم په دی برخه کی ډیری نړیوالی غونډی او ناستی وشوی.

ښکاره خبره ده چی د افغان سولې د پروسې په وړاندی لوی خنډ پاکستان دی چې تل یې هڅه کړی په خپله خاوره کې طالبان تمویل تجهیز او د هغوی نه د یو وسیلی په توګه کار واخلی او خپل ناوړه اهداف په افغانستان کې د نااعلام شوی تروریستی او استخباراتی جګړی په دوام کی تر لاسه کړی خو له نیکه مرغه په هر ځای کی د افغان میړنیو دفاعی او امنیتی ځواکونو له خوا له شرموونکی ماتی سره مخامخ شوی خو اوس داسی ښکاری چی د پاکستانی چارواکو په موقف او دریځ کی یو څه مثبت بدلون راغلی وی ځکه یی نو افغان  چارواکو او د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ته په څو ناستو کی دا خبره کړی چی په افغانستان کې سوله او امنیت د پاکستان په ګټه دی او مونږ تیار یوو چې په دی برخه کې هر ډول مرسته او همکاری وکړو.

دلته زمونږ اصلی خبره پاکستان او دسیمی هیوادونوته د امریکا د متحده آیالاتو دځانګړی استازی زلمی خلیزاد په سفر ده چی دروان ۱۳۹۷ کال دجدی په ۲۹ مه یی اسلام آباد ته وکړ تر څو. د افغان سولی دپروسی په میکانیزم د پاکستان د چارواکو اونوروښکیلو خواووسره خبری وکړی.

د افغان  سولی لپاره د امریکا د متحده ایالاتو استازی زلمی خلیلزاد په اسلام آباد کی هو کړه وکړه چی به نهایت کی د افغاناتو ترمنځ خبری او مذاکری د افغانستان د مسئلی دحل لپاره حیاتی ارزښت لری چی باید تر سره شی.

د آسوشیتد پرس آژانس په حواله خلیلزاد په دی لیدنه کی د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان دبهرنیو چارو دوزیر شاه محمود قریشی دپوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه اود دی هیواد دبهرنیو چارو وزارت له مرستیالی تهمینی جنجوعی سره دپلاوی په سطحه د افغان سولی اوپخلاینی دبهیر په پرمختګونو او انکشافاتو خبری کړیدی.

دبلی خواهم د پاکستان یوی معتبری ورځپاڼی ډان لیکلی: چی په دی سفر کی د امریکا د دفاع وزارت او دملی امنیت دشورا غړی هم ملګری وو.

میرمن جنجوغی ویلی: چی هیواد یی د افغان سولی له پروسی سره همکاری ته ځان ژمن او متعهد بولی  او دا زمونږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی ترڅو په افغانستان او سیمه کی سوله او امنیت تامین شی.

باور دی که د امریکا د متحده آیالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلیزاد د خپل نفوذ نه په ګټى اخیستنى چی په افغانستان، پاکستان اوسیمه کی یی لری پاکستانی چارواکی ، طالبان او نوری ښکیلی خواوی و هڅوی چی دسولی خبرو ته د افغان حکومت په رهبری او مالکیت تیار شی نه یوازی روانه تروریستی او استخباراتی جګړه به بنده شی بلکی دیوی باعزتی او سراسری سولی لپاره به هم لاره اوره او د دواړو مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو خلک به په سولی اوصفا کی ګډ ژوند پیل کړی.

ناصر شاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید