روزنامه اصلاح

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې

د روان کال غوایې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمی کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمی د غړو تر څنګ حکومتی چارواکو، دملی شورا او سولې شورا غړو او دینی علماوو په کې ګډون کړی وو.  د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبی مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسی ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انسانی او اسلامی فرهنګ د پرمختګ کیلی یاده شوې وه.

ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.

د اسلامی علومو معاون محترم برهان الدین نیازی پخپله افتتاحییه وینا کې جګړه د بدمرغیو مور وګڼله او تپل شوې جګړې څخه د خلاصېدو لپاره یې په هېواد کې د دغه شان علمی- څېړنیز سیمینار د دایرېدو په اړتیا خبرې وکړې. هغه سوله د بد مرغیو څخه د خلاصون یواځینۍ لار وبلله، او ویې ویل چې دغه جګړې په هېواد کې بې د شمېره کونډو، یتیمانو او معیوبینو سبب شوې ده. هغه زیاته کړه چې رسول الله ص په خپل ټول ژوند کې د سوله ییز ژوند په راتګ ټینګار کاوه. هغه د جګړې له ښکېلو خواوو څخه وغوښتل څو سوله غوره کړی او له جګړې لاس واخلی.

  مولوی شهزاده شاهد دعلماو شورا ویاند، ګډونوالو ته د علماوو شورا په استازیتوب وینا وکړه، هغه وویل چې د اسلام دین یو جامع او کامل دین دی او د ټولو موضوعاتو په اړه ایتونه راغلی ،خو د سولې په اړه مشخص ایتونه راغلی دی ،چې موږ دې ته تشویقوی څو موږ په سوله کې ژوند وکړو، هغه وویل چې سوله د پرمختګ، عبادت او اقتصادی ودې د پراختیا لپاره ډېره اړینه ده. هغه وویل د مومنانو ترمنځ جنګ او وینه تویېدنه د اسلام له نظره جایز نه ده او څنګه چې په جهاد، زکات او نورو چارو باندې امر شوی دی نو همداسې د مسلمانانو تر منځ په سولې او ورورولۍباندې هم امر شوی دی.

سید مصطفی سعیدی د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو خدمتونو رئیس د کابل ښاروالۍ پیغام ولوست. په پیغام کې راغلی وو، چې اسلام د مسلمانانو تر منځ په سوله ټینګار کړی دی، هغه زیاته کړه که چېرې د سولې لپاره په هڅو کې د علمی او اکاډمیکو نهادونو رول زیات شی نو سولې ته رسېدل به اسانه شی.

د سیمینار بل ګډونوال مولوی عطا‌ء الله لودین د سولې شورا غړی، د سولې په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ډېرو حساسو شرایطو څخه د تېریدو په حال کې دی او د افغان سولې لپاره ملی او بین المللی هڅې روانې دی او هېله مندی یې وښوده، چې په نژدې راتلونکی کې به په هېواد کې د سولې شاهدان واوسو. هغه وویل نژدې ۴۰ کاله وشول چې هېواد د سولې پر ځای د یو تخاصم په حالت کې دی په داسې حال کې چې د بشری ټولنو اصلی حالت سوله ده، نه تخاصم، نفرت او کرکه.

هغه د حدیبې سولې ته اشاره وکړه چې څنګه هغه سوله د مسلمانانو د قوت او پیاوړتیا سبب شوه او په اسلامی تاریخ کې یې د سولې او مصالحې ځینو واقعو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې زمونږ سوله باید تل پاتې، عادلانه او په هېواد کې د څو کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتلو سبب شی. ښاغلی لودین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د سولې لپاره واحد نظر ولری او د سولې لپاره باید ټولې هڅې سره منسجم او منظمې کړی.

د حج او اوقافو وزارت مسلکی معین، امین الدین مظفری د علومو اکاډمی له رهبری څخه مننه وکړه چې په داسې یوې مهمې موضوع باندې یې سیمینار جوړ کړی دی. هغه له علماوو څخه وغوښتل چې په خپلو بیانونو او ویناوو کې د سولې په اړه د ایاتونو او حدیثونو ذکر وکړی او هغه خلکو ته تشرېح کړی. نوموړی زیاته کړه تر هغې چې یوه ملی اجماع رامنځته نشی نو د سولې راتګ به ممکن نه وی. هغه په بین المللی سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې جګړه د افغانانو تر منځ ده او سوله هم باید د افغانانو تر منځ وشی.

پروفیسور دکتوراسدالله محقق جهانی د پوهنې وزارت سلاکار، روانه جګړه تپل شوې وبلله او ویې ویل چې جګړه د هېڅ لوری په ګټه نه ده او هېوادوال نور له جنګه ستړی شوی دی. او په هېواد کې یې په ملی وحدت او یووالی ټینګار وکړ.

  مولوی عبدالسلام عابد د علماو د مجمع شورا مرستیال، سوله الهی امر، د بشر عقلی غوښتنه، خیر او نیکی وګڼله او ویې ویل چې هیڅوک حق نه لری چې له خپل ملت څخه د سولې نعمت واخلی او هغه لارې چې پرې سولې ته رسېږو بندې کړی.

په ولسی جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی واقف حکیمی وویل چې د منازعاتو د حل لپاره او هغو ته د قاعدو ټاکلو لپاره د علمی- څېړنیزو سیمینارونو جوړول اړین وبلل څو په هر اړخیز ډول ټول مسایل په کې وڅېړل شی. هغه وویل چې د سولې لپاره باید فشارونه هم موجود وی تر څو د جګړې خواووې یو بل سره خبرو ته کښینی.  

د سیمینار دوهمه برخه د مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې د علمی غړو لخوا د سولې په اړوند د بېلابیلو عنوانونو لاندې مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې. څېړنپوه سید حبیب شاکر د سولې پېژندنه او ارزښت تر سر لیک لاندې مقاله وړاندې کړه چې د سولې، د سولې ارزښت او په ځانګړی ډول د افغانی سولې په اړه او همدارنګه د سولې د مرکچیانو په ځانګړتیاوو یې هر اړخیز معلومات په کې راغونډ کړی وو. د سیمنیار د دوهمې مقالې عنوان د سولې احکام او ډولونه وو چې د څېړنپوه فضل الرحیم محمود له خوا لیکل شوې وه، چې د سولې د ډولونو او د قرانی ایاتو او احادیثو په رڼا کې د سولې اړتیا یې څېړلې وه. هغه وویل چې د سولې ردول د خیر ردول دی او په سوله کې باید ایجاب او قبول وشی یعنې د نزاع دواړو خواوو له لوری د سولې توافقات ومنل شی.

معاون سرمحقق محمد اعظم طارق خپله مقاله د (موانع خارجی تحقق مصالحه در افغانستان و راه های برطرف نمودن آن) تر سرلیک لاندې لیکلې وه او د هېواد د سولې او جګړې په قضیه کې یې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د لاس لرل او په دې اړه یې سیمه ییز رقابتونه او نور هغه بهرنی فکتورونه چې په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځېدلی، څېړلی وو. همدا ډول د اسلامی علومو د معاونیت غړی څېړنوال عبدالرحمان عادل په (هېواد کې د سولې په وړاندې داخلی خنډونه) څېړلی و، چې د مقالې لومړۍ برخه د ټولنې دودیز خنډونه دوهمه برخه یې اقتصادی او دریمه برخه یې هم سیاسی خنډونو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه نوموړی زیاته ګړه،چې د جکړې یو شمېر داخلی خنډونه په هېواد کې ځینې ګوندونه، زورواکې او نامسؤوله وسله واله مافیا، د هېواد طبیعی- اقتصادی زېرمې، په دین کې افراط او تفریط، اداری فساد، غصب، نا انډوله انکشاف، د واک او شتمنیو انحصار، د سیاسی پوهې کمزورتیا، او د هېواد ستراتیژیک موقعیت د سولې په وړاندې د خنډ اساسی ټکی یاد کړل. څېړنیار عبدالقهار عزیزی (اوربند د سولې پیلامه) تر عنوان لاندې خپله علمی څېړنیزه مقاله ولوستله، هغه په سوله کې د اوربند تاریخې اهمیت او په افغانی سوله کې یې اوربند د سولې لومړی ګام وباله. ددې تر څنګ یې متارکه یا لنډ مهاله سوله او د سولې تړون په اړه تحقیق کړی و. د مناقشې څخه وروسته د سیمینار ارزیابی د علومو اکاډمی د علمی منشی څېړنوال ډاکتر احمدشاه عمر وردګ له لوری وشوه. د سیمینار په وروستیو کې پریکړه لیک هم ولوستل شو، او په اختتامیه دعا سره دا علمی څېړنیز سیمینار پای ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید