روزنامه اصلاح

سناتوران: د طالبانو مشران دې د مولانا سمیع الحق له وژنې پند او عبرت واخلی

د افغانستان مشرانو جرګه وایی چې د افغان طالبانو مشران دې د مولانا سمیع الحق له وژنې پند او عبرت واخلی.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی وایی، مولانا سیمع الحق په پاکستان کې د نړیوالو د فشار کمولو او د افغان سولې په پروسه کې د خڼد رامنځته کېدو په پلمه، د (آی. اېس. آی) له خوا وژل شوی دی.

د دغې جرګې د یکشنبې د ورځې آزاد بحث تر ډېره د مولانا سیمع الحق د وژنې په څرنګوالی را ټول و، سناتورانوو ویل، که افغان طالبان سولې ته غاړه کېنږدی، لرې نه ده چې مشران به یې د مولانا سیمع الحق په برخلیک اخته شی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقی وویل، طالبان باید خپله اراده بدله کړی او د سولې له بهیر سره یوځای شی.

ده وویل:

“د طالبانو مشران په پاکستان کې ووژل شول، ځینی یې بندیان شول، طالبان دې په دې پوه شی چې پاکستان دوی نه پرېږدی، اوس هم لا وختی دی چې طالبان خپله اراده بدله کړی، که یې دا کار ونه کړ، دوی به د خپل بادار له لاسه وژل کېږی.”

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چړو په ګوزارونو په مرموز ډول ووژل شول، تراوسه هم کومې ډلې او یا لوری د دغې وژنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی وایی چې مولانا سمیع الحق د (آی. اېس. آی) د ځینو کړیو له لوری وژل شوی، څو پر پاکستان د نړیوالو فشارونه کم کړی.

د مولانا سمیع الحق وژنې په پاکستان، سیمې او نړۍ کې غبرګونونه راوپارول.

د پاکستان د دینې عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفی د مولانا سمیع الحق په وژنه خواشینی څرګنده کړې.

نوموړی له پاکستانی ټلویزیونی چینل جیو نیوز سره په خبرو کې ویلی چې د نوموړی له وژنې سره د افغانستان په جګړه کې تاثیر رانه شی، بلکې څوچنده به زیاته شی.

خو د افغانستان د ملی شورا غړی وایی چې د سمیع الحق وژل کېدل به د افغانستان په جګړه او د افغان طالبانو پر چارو اغېزې وکړی.

د مشرانو جرګې دوهم منشی فیصل سمیع وایی، که افغان طالبان د مولانا سمیع الحق له وژنې پند وانه خلی، نو د نورو طالب مشرانو او سمیع الحق په برخلیک به اخته شی.

دی زیاتوی:

“هغه یو شمېر کسان چې په افغانستان کې جګړه کوی، دوی دې د مولانا سمیع الحق له مرموزې وژنې پند او عبرت واخلی، که یې له جګړې لاس وانه خیست، طالب مشران به د سمیع الحق په برخلیک اخته شی.”

مولانا سیمع الحق چې د اکوړه خټک د حقانیه دینی مدرسې بنسټ ګر ژ، په افغانستان کې یې جګړه روا بلله او له افغان طالبانو سره د نېږدې اړیکو له امله ورته د طالبانو معنوی پلار هم ویل کېده.

یو شمېر سناتورانو بیا ویل، د مولانا سمیع الحق وژل کېدل د افغانستان لپاره ګټه نه لری، باید افغان حکومت د سولې د پروسې لپاره کار وکړی.

افغان سیاسی کارپوهان هم دغه مطلب ته په اشارې سره وایی چې د مولانا سمیع الحق وژنه به له اروایی پلوه پر افغان طالبانو خپل اغېز ولری.

له دې ډلې خوشحال خلیل وویل چې مولانا سمیع الحق د طالبانو لپاره د الهام سرچینه وه، له هغه به یې روحیه اخیسته، طالبان به یې تحریکول چې څنګه په افغانستان کې جګړه پر مخ یوسی او ان د طالبانو جګړې ته به یې د مشروعیت فتواګانې ورکولې، نو په خبره یې چې طبعاً د هغه وژل کېدل به د وسله والو طالبانو پر روحیې خپل اغېز ولری.

رحمت الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید