روزنامه اصلاح

سلګونه افغان زندانیان به له پاکستان او تاجکستان نه افغانستان ته ولېږدول شی

د افغانستان لویه څارنوالی وایی چې په سلګونو افغان زندانیان به په لنډ وخت کې له ایران او تاجکستان څخه افغانستان ته انتقال شی.

په لویه څارنوالی کې د ازادیو د سلب شویو ځایونو د څار د برخې رئیس عزیز احمد سرباز، ازادی راډیو ته ویلی چې ډیر زندانیان به له ایرانه هېواد ته راستانه شی.

دی وایی:”شاوخوا ۴۰۰۰ تنه مو د اوس لپاره په ایران کې زندانی دی او له دې څخه مو د نژدې ۱۰۰۰ تنو اسناد تنظیم کړی چې ۶۲۳ تنه یې هیواد ته ستانه شوی. همدا راز په تاجکستان کې هم ۱۷۴ تنه چمتو شوی چې له خیره افغانستان ته راشی.”

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۸۷ کې د بندیانو د تبادلې توافقنامه لاسلیک شوه.

په دغه هېواد کې د راپورونو له مخې په لسګونو افغانان اعدام شوی او پر لسګونو زندانی افغانانو د اعدام حکم شوی دی چې د پلی کېدو لپاره انتظار کوی.

د افغانستان په بل ګاونډی تاجکستان کې بیا د داسې زندانیانو راپورونه نه دی ورکړل شوی چې هغوی په اعدام محکوم وی.

ددې تړون وروسته ۵۸۰ افغان زندانیان له تاجکستانه افغانستان ته لېږدول شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، عدلېې وزارت، کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالی په همکاری افغان زندانیان له ګاونډیو هېوادو افغانستان ته انتقالېږی، خو سربېره پردې چې د زندانیانو پر توافق نامې کلونه اوښتی دی دغه بهیر ورو دی.

عزیز احمد سرباز هغو زندانیانو ته لارښوونه کوی چی کارونه یې ځنډیدلی دی، دی وایی:

“اوس دا په دې پورې اړه لری چې زموږ ډیپلوماتان خپل کارونه څومره ژر مخته وړی شی او کله چې اسناد موږ ته را ورسېږی موږ به خپلې هڅې پیل کړو. زموږ پیغام دا دی چې زموږ هر هېوادوال چې په کوم هېواد کې بندی دی که هلته زموږ سفارت وی، هلته دې اړیکی ونیسی او که د دوی خپل خپلوان په افغانستان کې وی لویه څارنوالی د دوی په خدمت کې ده، درخواستونه یې منو ستونزه نه
شته.”

د ایران او تاجکستان په څېر افغانستان له روسیې سره هم د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړی دی، خو د دغو هېوادو ترڅنګ ګڼ افغانان په پاکستان او یو شمېر عربی هېوادو کې زندانی دی چې ځینو یې ازادی راډیو ته د ټیلیفونی پیغامونو له لارې شکایتونه ثبت کړی دی او له افغان چارواکو یې غوښتی دی چې د دوی غم وخوری.

ممکن است شما دوست داشته باشید