روزنامه اصلاح

سلو ورځو کې د اتـو لکـو کسانو وژل کـېدل

د روانډا د ټولو وګړو د لسمې برخې د توکم وژنې د ۲۵ تلین مراسم پیل شوی دی. دې هېواد کې د سل ورځو وېر په دې کېږی چې د ۱۹۹۴ کال په سلو ورځو کې د روانډا اته لکه کسان ووژل شول. ډېری وژل شوی د تتسی قبیلې خلک و او د هوتو قبیلی توندلارو په نښه کړل. تتسی قبیله په روانډا کې اقلیت ده. د روانډا ولسمشر پال کګامې پلازمېنه کیګالی کې د مړو په یاد شمع روښانه کړه. ولسمشر د هغې باغی ډلې مشر و چې توکموژنه یې ختمه کړه.

روانډا کې دا یاد څنګه کېږی؟

ولسمشر کګامی د یوې اوونۍ مراسو پیل هغه ځای کې د شمې بلولو سره وکړ چې شاوخوا دوه نیم لکه کسان پکې خاورو ته سپارل شوی دی. تر توکم وژنې وروسته تراوسه واکمن ولسمشر ۶۱ کلن کګامی د پلازمېنې کیګالی په کنوېنشن سنټر کې وینا کوی. ولسمشر کګامی اماهارو ملی سټیډیم کې د دوعا مراسمو مشری هم کوی. د ملګرو ملتونو کارمنانو د توکم وژنې پر مهال د تتسی لږکیو د خوندیتوب لپاره دا سټیدیم کاراوه.

له توکم وژنې مخکې فرانسه د هوتو قبیلې د حکومت نږدې ملاتړې وه. فرانسه تورنه ده چې دا حالات یې له پام غورځول او بریدګر هوتو توندلاری یې روزل.

توکم وژنه څنګه پیل شوه؟

د ۱۹۹۴ کال د اپرېل پر ۶ د هغه وخت د ولسمشر جوینل هابیاریمانا الوتکه په نښه شوه. دې برید کې ولسمشر او ټوله سپرلی ووژل شوه. ولسمشر جوینل هابیاریمانا د هوتو قبیلې سړی و او هوتو توندلارو د تتسی یاغی ډله روانډن پیټریاټک فرنټ په دې برید تورنه کړه، خو دې ډلې دا تور رد کړ. د وژلو او لوټلو دې منظمه هڅه کې هوتو ملېشو د تتسی قبیلې اړوند خلکو لېستونه جوړ کړل، ډېر خلک یې په خورا بد ډول ووژل. د ځوانانو په ګډون یو ملېشه ځواک د واکمن ګوند د ځوانانو څانګې سره تړلی و. دا ملېشه ځواکونه د تتسی نسل اړوند کسانو د موندلو لپاره سړکونو ته ووتل، د راډیو له لارې یې کرکجن اعلانونه کول، احساسات یې وپارول او کور په کور تلاشی یې پیل کړه.

توکم وژنه څنګه ختمه شوه؟

په نړیواله کچه د توکم وژنې د درولو لپاره ډېره هڅه ونه شوه. ملګرو ملتونو او د بلجیم پوځونه روانډا کې و، خو د ملګرو ملتونو پوځ د عملیاتو واک نه درلود.

د یوګانډا ملاتړې تتسی ملېشو یا ار پی اېف د کیګالی په لور پرمختګ وکړ، ور سره د هوتو قبیلې نږدې شل لکه کسان له هغه ځای وتښتېدل او ډېری یې کانګو جمهوریت کې کډوال شول.

ار پی اېف ملېشه هم د زرګونو هوتو کسانو په وژلو تورنه ده، خو دوی دا تور ردوی.

تنزانیا کې د روانډا لپاره د نړیوالې جنایی محکمې څانګې د هوتو توکم اړوند لسګونو کسانو ته په توکم وژنه کې د رول له امله سزا اورولې او د روانډا ټولنیزو محکمو کې د زرګونو هوتو کسانو دوسیې روانې دی.

اوسنۍ روانډا؛

توکم وژنې د روانډا پر ټولیز فکر او پرمختګ ژور اغېز کړی او اوس هم دغه هېواد کې پر توکم غږېدل بې قانونه دی.

خو د هېواد اقتصاد بیا سم شوی او د ولسمشر کګامی د پالیسیو له امله چټکه اقتصادی وده وشوه او ټیکنالوجی په چټک ډول پراختیا مومی.

۲۰۱۷ کال کې تر ۹۸ سنله ډېرو رایو سره کګامی دریم ځل ولسمشر شو.

اقتصادی وده یې نوره هم ښه شوې ده او د افریقا پرمختیایی بانک د رپوټ له مخې پر ۲۰۱۸ کال دغه هېواد ۷،۲ سلنه وده درلوده.

خو د ولسمشر نیوکګر نوموړی د امرانه خیالاتو څېښتن بولی او وایی د نظر اختلاف نشی زغملی.

ممکن است شما دوست داشته باشید