روزنامه اصلاح

سعودی شهزاده محمد بن سلمان پاکستان ته ورسېد

د سعودی عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په دوه ورځنی رسمی سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د لس ملیارده امریکایی ډالرو د پانګونې سندونه لاسلیک کړی. په پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د شهزا محمد بن سلمان ورتګ لپاره تشریفاتی او امنیتی تدابیر نیول شوی وو.

کارپوهان وایی، په اوسنیو شرایطو کې چې پاکستان له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی، اسلام اباد ته د شهزاد محمد بن سلمان سفر خورا ډېر سیاسی او اقتصادی ارزښت لری.

داسې ناتائید شوی رپوټونه هم وو چې نوموړی به هلته د افغان طالبانو له یو شمېر استازو سره هم وګوری.

خو طالبانو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې پاکستان ته یې د خپل سیاسی دفتر د غړو اعلان شوی سفر لغوه کړی، او ورسره یې هلته له لومړی وزیر عمران خان او امریکایی مذاکراتی ډلې سره خپلې ناستې هم لغوه کړې دی.

ویل کېږی چې له شهزاده محمد بن سلمان سره د سعودی سوداګرو یوه ۴۰ کسیزه ډله هم اسلام اباد ته رسېدلې، او په پاکستان کې به د پانګونې پر لارو چارو غور او بحث کوی.

دا سفر که له یوې خو د پاکستان لپاره ګټور دی نو بله خوا پخپله سعودی شهزاده هم غواړی چې د خپل هېواد اقتصادی تګلاره بدله کړی، او په دې لړ کې یې وار د مخه هلې ځلې پیل کړې دی.

د دې تګلارې تر ټولو مهمه برخه د “وېژن ۲۰۳۰په نامه پروژه ده. د دې پروژې له مخې سعودیان غواړی چې په راتلونکو ۱۱ کلونو کې خپل اقتصاد دومره پیاوړی کړی چې نور یوازې پر تېلو تکیه ونکړی.

شهزاده محمد بن سلمان دودیز سیاسی فکر لری او په کور د ننه یې ملاتړی ډېر دی، خو په اقتصادی او ټولینز چارو کې بیا لېبرال فکر لری، په ځانګړې توګه د مېرمنو د ازادۍ ملاتړی دی.

خو له هېواده بهر، په خاصه توګه اروپا کې د نوموړی مخالفین ډېری دی.

پر ده تور دی چې تېر کال یې د سعودی نژاده امریکایی خبریال جمال خاشقجی د وژنې امر کړی و.

خاشقجی د سعودی د شاهی کورنۍ او واکمن نظام مخالف و او په دې برخه کې یې تل په خپلو لیکنو کې پر دوی نیوکې کولې. نوموړی د تېر ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودی عربستان کونسلګرۍ ته له ورتګ وروسته تری تم شو، خو باور کېږی چې په کونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی او مړی یې له منځه وړل شوی

ممکن است شما دوست داشته باشید