روزنامه اصلاح

سره صلیب:افغانستان کې پر روغتیایی مرکزونو او پرسونل۴۰ بریدونه شوی

د سره صلیب نړیواله اداره وایی، د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه بیا تر جولای میاشتې په افغانستان کې پر روغتیایی مرکزونو او پرسونل ۴۰ بریدونه شوی دی.
یادې ادارې پرون چهارشنبه سپټمبر۲۳(تلې دوهمه) ویلی چې د دغه بریدونو پرمهال ۱۹ روغتیایی مرکزونه زیانمن شوی دی.
د سره صلیب نړیوالې ادارې په اعلامیه کې ویل شوی:”د روغتیا څارنې ۱۵ مرکزونه زیانمن او یا هم مستقیما بریدونه پرې شویدی، د روغتیا څارنې ۴ مرکزونه د وسله والو لخوا نیول شوی. د روغتیا څارنې پر مرکزونو بریدونه د میلیونونو افغانانو ژوند په خطر کې اچوی، ځکه چې اړینو روغتیا څارنې خدمتونو ته به لاسرسی له لاسه ورکری.”
په بیان کې ویل شوی چې په دغه موده کې ۲۱ روغتیایی پرسونل هم کلک اغېزمن شوی چې له ډلې یو شمېر کسان، مړه، ټپیان او تښتول شوی دی.
خو دا یې نه دی ویلی چې څومره کسان یې مړه، ټپیان او تښتول شوی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې پر روغتیایی مرکزونو او پرسونل د بریدونو له امله یو میلیون کسان له روغتیایی خدماتو څخه بې برخې شوی دی.
د سره صلیب ادارې ویلی چې پر روغتیایی څارونکو بریدونه د روغتیایی څارنې ژغورونکی فعالیتونه اغېزمنوی.
د افغانستان امنیتی ارګانونو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د سره صلیب نړیواله اداره په افغانستان کې، د بندیانو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو، روغتیایی او ځینو نورو بشری برخو کې فعالیت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید