روزنامه اصلاح

“زما سره کرښه” ټولنیزو رسنیو کې د یوې افغان خبریالې کمپاین

د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته د پاملرنې لپاره یوې افغانی خبریالې فرحناز فروتن افغانستان کې ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په ملتیا “زما_سره_کرښه” په نامه د ټولنیزو رسنیو له لارې یو کمپاین پیل کړی، چې په ترځ کې به یې د ټولنیزو رسنیو کارونکی د ښځو د بشری حقونو او سولې په اړه خپل نظرونه سره شریک کړی.

فرحناز فروتن یوه افغان خبریاله ده، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه ملاتړ کوی وایی د دې “سره کرښه” قلم او د بیان ازادی ده

افغانستان کې ښځو لپاره د ملګروملتونو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د ټویټر او فیسبوک له لارې د دې کمپاین هدف د سولې، بشری حقونو او د ښځو حقونو په اړه د ښځو او سړو د نظریاتو وړاندې کول دی.

خبریالې فروتن ویلی ” زما_سره_کرښه” د سولې او د ښځو د حقونو په اړه د دریځ څرګندولو لپاره یو ټولنیز حرکت دی.

تر اوسه د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر کاروونکو د فرحناز فروتن له خوا پیل شوی، کمپاین په باب خپل نظرونه څرګند کړې دی.

تمه ده، چې په راتلونکو ورځو کې به ډیر نور هم په دې هکله خپل نظرونه څرګند کړی.

افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې دا کمپاین په داسې حال کې پیل کړی، چې د ښخو د حقونو زیات شمیر افغان فعالانو له وړاندې د طالبانو سره د سولې پر مهال د ښځو حقونو له پامه غورځولو په اړه خپلې اندیښنې د غونډو، کنفرانسونو او ټولنیزو رسنیو له لارې په پراخه توګه څرګندې کړی دی.

د ملی یووالی حکومت مشرانو په ټینګار ویلی، چې د طالبانو سره د سولې پر مهال به د ښځو پر حقونو معامله ونه کړی.

خوپه روانه اوونۍ کې د امریکا په پایتخت واښنګټن کې یوې غونډې ته د افغانستان د ملی امنیت د شورا د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته په کتو، افغان حکومت هم د افغان میرمنو په څیر د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په اړه اندیښنې لری.

ښاغلی محب ویلی، چې په دې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته ټیل وهل شوی او افغان حکومت مشرانو ته هم د خبرو د جریان څخه ډیر معلومات نه ورکول کیږی.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونود ادارې مشره الیتا میلر وایی، چې” زما _ سره_ کرښه” نړیوالو ته هم دا پیغام ورکوی، چې افغانان سوله غواړی، خو د خپلو حقونو څخه هم نه تیریږی.

میرمن میلر وایی” اوس یی ډیر ښه وخت دی، چې د یوه سوله ییز افغانستان د راتلونکی لپاره بنسټ کیښودل شی. او دغسې راتلونکی د فرحناز په څیر د ښځو په مټ جوړیدلی شی، چې د خپلو حقونو لپاره لکه د –زده کړې حق، د رای حق، د نظر ورکولو حق، او نور هغه حقونه چې د دوی سرې کرښې ګڼل کیږی او هیڅ کله نه غواړی له هغې لاس په سر شی، مبارزه کوی. “زما_سره_کرښه” ټولو ښځو او نارینه وو ته، او همدا رنګه نړیوالو ته دا پیغام دی چې افغانان د سولې غوښتونکی دی.”

په افغانستان کې د سړو ترڅنګ ډیرې ښځینه فعالانې هم د خپلو نظریاتو د څرګندولو لپاره فیسبوک او ټویټر کاروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید