روزنامه اصلاح

زلمی خلیلزاد جمهوررئیس غنی ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان د سولې په هکله د وروستیو انکشافاتو او روانو هڅو او د سولې مذاکراتو ته د حکومت د چمتووالی په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز ډاکټر زلمی خلیلزاد د هیواد جمهوررئیس ته د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید