روزنامه اصلاح

رحیمی: د کرکټ د بریا د خوشحالۍ ډزو په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوایی ډزو کې په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان شوی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته ویلی، چې دوی په دې تړاو یو شمېر کسان نیولی دی.

نوموړی زیاته کړه:

په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوایی ډزو له امله لس کسان ټپیان شوی، امنیتی ځواکونو له هدایت سره سم په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولی دی.”

وړمه شپه د نړیوال جام د تمریناتی پړاو لوبو په بهیر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ تمریناتی لوبه وشوه چې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبدلې ته ماته ورکړه چې ورسره سم د ټوپکوالو د ټوپکو خولې هم هواته شوې او ډزو د خلکو ارام وواژه.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د کرکټ بریا یا د کومې بلې خوشحالی له امله هوایی ډزې کېږی، بلکې دا عمل اوس په دغه هېواد کې په یوه دود بدل شوی، داسې دود چې خوشحالۍ په غم اړوی.

عام خلک یې په اړه وایی:

“محب الله ستانکزی یم د کابل اوسېدونکی، وسلې او مرمۍ د حکومت دی، په افغانستان کې هره ورځ انتحار او انفجار وی، د دې پرځای چې هوایی ډزې وشی، دغه مرمۍ باید د دښمن په وړاندې استعمال شی.”

“نوم مې سکندر دی د جلال اباد اوسېدونکی یم، کله چې یوه پټاقۍ هم چوی، د خلکو زړونه خپه کېږی، خلک ستړی دی، خلک سخت کړېدلی او ځورېدلی دی، نه باید خلک هوایی ډزې وکړی.”

“نوم مې سېلاب دی، خوشحالی باید په اتڼونو ونمانځو، نه په ډزو سره، ځکه په هوایی ډزو کې خلکو ته زیان رسېږی.”

د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو هم په وار وار له خلکو غوښتی چې د دوی بریا په هوایی ډزو ونه نمانځی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، په ټول هېواد کې اړوندو امنیتی ادارو ته د یو منظم سېستم او هدایت له مخې سپارښتنه شوې چې په راتلونکی کې هم د هوایی ډزو عاملین ونیسی او د قانون منګُلو ته دې وسپارل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید