روزنامه اصلاح

راشد خان او محمد نبی د کپتان له بدلېدو سره مخالفت وښود

د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې دوو وتلیو ستورو راشد خان او محمد نبی د ملی لوبډلې د کپتان یا لوبډلمشر له بدلېد سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. دې دواړه لوبغاړو،‌ چې دا مهال په هند کې د هغه هېواد د کرېکټ غوره لیګ کې لوبېږی، پر خپلو ټوېټر پاڼو د کرېکټ بورډ دا پرېکړه ناسمه بللې ده.

راشد خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې د نړیوال جام په درشل کې د ملی لوبډلې د کپتان بدلېدل به د لوبډلې پر روحیه بد اغېز وکړی.

محمد نبی هم په اوسنی‌ وخت کې د کپتان بدلولو پرېکړه ناسمه بللې او لیکلی یې دی‌ چې د پخوانی کپتان اصغر افغان تر مشرۍ لاندې ملی لوبډله ښه ځلېدلې، او اصغر افغان باید کپتان پاتې شی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د یو ورځینو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو لپاره یې د ملی لوبډلې نوی کپتانان نومولی.

د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلی چې ګلبدین نایب به د یو ورځنیو،‌ راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه به د ټېست لوبو لپاره د ملی لوبډلې نوی کپتانان یا لوبډلمشران وی:

“د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ور سره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدی ټاکل شوی دی”.

تر دې وړاندې اصغر افغان په دې درې واړو بڼو کې د افغانستان د ملی لوبډلې مشری کوله.

دا بدلونونه په داسې حال کې اعلانېږی چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته یوازې دوه میاشتې پاتې دی.

د غوراوی کمېټې سربېره پر دې په دغه خبری ناسته کې د سویلی افریقا د تمریناتی کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

دا ډله د جمعې په ورځ سوېلی افریقا ته روانه شوه او تر لوبو وروسته به د لوبغاړو د فزیکی جوړښت یا فټنس او ازمایښت په کتلو د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله ترې غوره شی.

په دغه لوبډله کې ګلبدین نایب، راشد خان،‌ رحمت شاه، نبی عیسی خیل، اصغر افغان، حشمت الله شهیدی، شهزاد محمدی، نور علی ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، کریم جنت، حمید حسن، دولت ځدراڼ، سمیع الله شینواری حضرت الله ځاځی،عثمان غنی، شاپور ځدراڼ،دروېش رسولی، سید شېرزاد، شفیق الله شفق، افتاب علم، نجیب ځدراڼ، قیس احمد او شراف الدین اشرف شامل دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایی له پورته یادو شویو ۲۳ لوبغاړو نه به د روان کال نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کوی.

په دې ۲۳ کسیزه ډله کې د افغانستان تېز توپ اچوونکی حمید حسن هم شامل دی،‌ چې له اوږدې مودې راهیسې د زنګانه د ټپ له کبله له ملی لوبډلې بهر دی.

حمید حسن تېره میاشت بی بی‌سی سره خبرو کې ویلی وو، چې پر خپل فټنس او روغتیا کار کوی‌ او هیله من دی چې د نړیوال جام لوبو لپاره به چمتو وی.

‌یاده دې وی چې د نړیووال جام سیالۍ د روان کال د مۍ میاشتې په دېرشمه نېټه پیلېږی چې په انګلستان او وېلز کې به ترسره شی.

دې سیالیو کې ټولټال ۱۰ لوبډلې ګډون کوی او افغانستان به له نورو ټولو ۹ لوبډلو سره لږ تر لږه یوه لوبه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید