روزنامه اصلاح

راستانه شوی او بې‌ځایه شوی کډوال زیاتو ستـونزو سـره مـخ دی

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ وایی، د یو لړ پرمختګونو سربېره لا هم په افغانستان کې راستانه شوی او بې‌ځایه شوی کډوال له امنیتی، ټولنیزو او اقتصادی ستونزو سره مخ دی.

د دغې کمېشنرۍ یوه نظر پوښتنه، چې د چارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) خپره شوې ښیی، چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو له شمیرې ۶۱ فیصده هلکان او ۳۶ فیصده نجونې پوهنې ته لاس‌رسی لری په داسې حال کې چې دا شمیره تیر کال ۵۵ فیصده هلکانو او ۳۰ فیصده نجونو ته رسیدله.

د نظر پوښتنې په اساس، لا هم ۲۷ فیصده راستانه شوی کډوال روغتیایی خدماتو ته لاس‌رسی نه لری، چې په ۲۰۱۷ کال کې دا شمیره ۳۱ فیصده وه.

په دې نظر پوښتنه کې راغلی: “د استوګن‌ځای، دندې، عواید، غذایی خوندیتوب، روغتیایی پاملرنې او معیشت نشتوالی په ټولنه کې د بیرته ورګېډو په برخه کې د راستانه شویو او بې‌ځایه شویو افغانانو په وړاندې د اصلی خنډونو په توګه دی“.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ ویلی، دا ستونزې د افغانستان د مخ پر ودې نفوس د زیاتوالی لامل شوی دی.

همدا شان په دې نظر پوښتنه کې ویل شوی، چې د بې‌ځایه شویو او راستانه شویو کډوالو د غذایی خوندیتوب وضعیت هم د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

د نظرپوښتنې شمیرې ښیی چې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۶ فیصده راستانه شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو په میاشت کې ۵۰۰۰ افغانۍ عواید درلودل خو په ۲۰۱۸ کال کې دا فیصدی ۴۷ ته راښکته شوې ده.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ ویلی، چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۱۶زره افغانان په خپله خوښه د دغې کمیشنرۍ په مرسته افغانستان ته راستانه شوی دی، چې دا شمیره د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷۳ فیصده راکمه شوې ده.

خراب امنیتی او اقتصادی وضعیت د راستانه شویو کډوالو په شمیر کې د کموالی اصلی لاملونه ښودل شوی دی.

په دې نظر پوښتنه کې، چې د ۲۰۱۸ کال له نومبر څخه د ۲۰۱۹ کال تر اپریل پورې د (اورنج ډور) په نوم د یو تحقیقاتی بنسټ له خوا ترسره شوې ده، شاوخوا ۱۴٫۵ زره کسانو څخه ټیلیفونی پوښتنې شوی دی.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ ویلی، چې دا معلومات به په افغانستان کې د راستانه شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو د ستونزو په له منځه وړلو کې له دوی سره مرسته وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید