روزنامه اصلاح

د ۱۸ کلنو افغان ماشومانـو ټول ژوند جګړه کې تېر شوی 

د ماشومانو د ساتنې یا «Save the Children» اداره وایی، هغه افغان ماشومان چې اوس اتلس کلن کېږی، ټول عمر یې په جګړو کې تېر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې، پرون دوشنبه د «اکتوبر ۷مه» پر افغانستان د امریکا د برید اتلس کاله پوره شول. له ماشومانو څخه د ملاتړ یاد سازمان اتلسم کال ته د امریکا او طالبانو جګړې د داخلېدو په مناسبت اعلامیې کې ویلی، چې افغان ۱۸ کلنو ماشومانو خپل ټول ژوند په جګړه کې تېر کړی دی.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د «Save The Childredn» د رئیس اونو وان مانین له قوله ویل شوی، چې افغان ماشومان هره ورځ د بمونو په چاودنو کې ژوند کوی.یاد سازمان همدارنګه ویلی، چې په افغانستان کې د روانې جګړې ۸۴سلنه قربانیان یوازې تر اتلس کلنۍ کښته کم عمره ماشومان تشکیلوی.

د ماشومانو د ساتنې دغه سازمان زیاتوی، چې دا مهال د ناامنیو له امله ۳.۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محروم شوی، چې ۶۰ سلنه یې یوازې نجونې تشکلیوی.

یاد سازمان افغانستان د ماشومانو لپاره له خطر ناکو هېوادنو څخه یاد کړی او همدارنګه وایی، چې ګڼ شمېر افغان ماشومان د مجبورۍ له امله خطر ناکه کارونو ته مخه کوی. د ماشومانو د ساتنی دغه بنسټ د جګړې له ټولو غاړو څخه غوښتی چې په جګړو کې د ماشومانو له استفادې څخه ډډه وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو څلورو کلونو کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۵۰۰ افغان ماشومان وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید