روزنامه اصلاح

د ۱۴۱ لېرې شویو کاندیدانو له ډلې ۱۰۴ یې د نوماندۍ وروستی لېست ته لاره پیدا کړی

د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون وایی، له سلو زیات هغه کسان چې د نوماندۍ له لومړی لېست نه ایستل شوی یوځل وروستی لېست ته لاره موندلې.

له لومړی لیست نه د ۱۴۱ لېرې شویو کاندیدانو له ډلې ۱۰۴ یې توانېدلی چې د نوماندۍ وروستی لېست ته لاره پیدا کړی.

د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند عبدالبصیر فایز ازادی راډیو ته ویلی چې د دغو کسانو شکایتونو څېړل شوی او وروستی لېست یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته لېږل کېږی.

د نوموړی په وینا یوشمېر یې نه دی توانېدلی چې د ولسی جرګې د کاندیدانو وروستی نوملړ ته لاره پیدا کړی.

نوموړی زیاته کړه: د کمېسیون له لوری شکایتونو ته له رسیدنې او تصمیم نیونې وروسته نن اعتراضونه وروستی شول په مجموع کې ۱۳۴ شکایتونه درج شوی او ۱۰۴ تنو وروستی لېست ته لاره ومندله او۳۰ تنه چې اعتراضونه یې غیر موجه و د شکایتونو کمېسیون له لوری رد شول.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ټوله کې ۱۴۱ تنه د ولسی جرګې د کاندیدانو له لومړی لېست نه حذف کړی و له هغې جملې ۱۳۴ تنه یې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ته عارض شوی و.

د تکراری تذکرو، په فزیکی اسنادو کې ستونزې او یوشمېر نور هغه موارد و چې له امله یې د نوماندۍ له لومړی لېست نه یاد نوماندان لېرې شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی چې د دوی له نظره د دواړو کمېسیونونو کارونه شفاف نه و.

ښاغلی رشید وروستی لېست ته د دغو کسانو د لارموندنې په اړه وویل:

موږ په هغه وخت کې هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلی مو و چې ممکن کارونه یې درسته نه وی اوس چې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون یوځل بیا د دغو کسانو نومونه لېست ته داخل کړی، د کمېسیون غونډې علنی نه وې،خو ایجاب یې کاوه چې شکایتونو له قانون سره سم په علنی ډول څېړل شوی وای.”

په ورته وخت کې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیونه وایی، د روانې اوونۍ تر پایه به د کاندیدانو په اړه شکایتونو د دغه کمېسیون له لوری بشپړ شی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته به ولېږل شی.

تر اوسه هم معلومه نه ده چې په څومره شمېر کې کاندیدان په ځانګړی ډول هغه کاندیدان چې شکایتونو ورباندې ثبت شوی د کاندیدانو له وروستی لیست نه به حذف شی، خو په دې اړه د راپورنو له خپرېدو وروسته څو ورځې کېږی چې اعتراضونه دوام لری.

  رحمت الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید