روزنامه اصلاح

د ۱۳۹۸ کال امنیتی پلان تصویب شو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ امنیتی غونډې د ۱۳۹۸ کال امنیتی پلان تصویب کړ.

په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، د هېواد د ملی امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب او د امنیتی سکتور رهبرۍ هم پکې حضور درلود، د ۱۳۹۸ کال د امنیتی پلان پر جزییاتو مفصل بحثونه وشول.

خالد امنیتی پلان په ټول هېواد په ځانګړې توګه د ښارونو او لویو لارو د امنیتی وضعیت  د ښه والی، د دښمن د ځپلو، له ګواښ سره مخ سیمو د پېژندلو، د ټاکنو د امنیت لپاره د تدابیرو، د ملکی تلفاتو د مخنیوی او د ځواکونو د سم سمبالښت او ځای پر ځای کېدو په موخه تطبیق او عملی کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید