روزنامه اصلاح

د یو ویشتمې پیړۍ اوږد خسوف د جمعې په شپه په افغانستان او په ګاونډیو هېوادونوکې د کتنې وړ دى

د هېواد مشهور منجم او ستوری پیژندونکى شیخ علی احمد فکور وایی: موږ به  د جمعې په شپه د یوویشتمې پیړۍ د ډیر اوږد خسوف شاهدان و اوسو.

فکور چې په دې باب د باختر آژانس له خبریال سره خبرې کولې، د زمری د میاشتې په  ۵ نېټه د جمعې په شپه د افغانستان په وخت ٩ بجې او ۴ دقیقې خسوف رامنځته شی چې درې ساعته به دوام وکړی. دغه خسوف د افغانستان په وخت له ٩ بجو او ۴  دقیقو څخه پیل او د شپې تر ١٢ بجو او ۴ دقیقو پورې دوام کوی چې په افغانستان  او  ګاونډیو هېوادونوکې به په څرګنډ دول ولیدل شی.

د فکور د څرګندونوله مخې: د زمری د میاشتې د ۵نیټې خسوف د یو ویشتمې پیړۍ ډیر اوږد خسوف دى چې په دې حالت کې سپوږمۍ په بشپړ حالت کې   سور رنګ ځانته غوره کوی. ده زیاته کړه چې په دې شپه کې مریخ سپوږمۍ ته څېرمه د آسمان په ختیځه برخه کې د یو روښانه جسم په ډول لیدل کیږی او دغه راز په دې شپه به زحل او مشتری هم د کتنې وړ وی. فکور د خسوف او کسوف په باب تعبیرونه شرعی نه بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید