روزنامه اصلاح

د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره د زېر بناوو پر جوړولو ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر د ګرځندوی په نړیواله ورځ د سیلانیانو په جذبولو کې د سولې پر رول ټینګار وکړ.
د باختر اژانس خبریال دخبرله مخې؛ د ګرځندوی نړیواله ورځ په کابل کې د لاسی صنایعو د نندارتون په پرانستلو سره ونمانځل شوه.
په دې نندارتون کې لاسی صنایع او وطنی محصولات نندارې ته وړاندې شوی دی او درې ورځې د مینه والو پرمخ پرانستى دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمدطاهر زهیر د دغه نندارتون د پرانستلو په وخت کې وویل چې افغانستان د ګرځندوی ډیرې جاذبې لری او کېدای شی نړیوالو سیلانیانوته یوهدف وی.
د هغه په خبره د سیلانیانو جذبول د بنسټونو جوړولو ته اړتیا لری چې یوبنسټ سوله ده چې افغانستان د سولې له نشتوالې څخه ځورېږی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې افغانستان په ۴٠ لسیزه کې د نړیوالو سیلانیانو مقصد و او منظم پروګرام شتون لری چې په هېواد کې د سولې له ټیګښت وروسته د سیلانیانو د جذبولو زمینه برابره شی .
محمدطاهرزهیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د ګرځندوی د جاذبو د ښه والی او معرفی کولو په مقصد د ګرځندوی ملی بورد جوړ شوى دى چې په هغه کې د خصوصی برخې رول ډیرارزښتناک دى .
دهغه په باور په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د څرخ فعالیدل د ملی او د کورنیوعوایدو د زیاتوالی او د بې وزلۍ د له منځه تللو سبب کېږی.
هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ګرځندوی صنعت د رواجولو لپاره پراخ پروګرام لری او د سیلانیانو هرکلی ته چمتودى.

ممکن است شما دوست داشته باشید