روزنامه اصلاح

د ګردیز خواجه حسن جومات قربانیان ډله‌ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شول

 د شنبې په ورځ (زمری ۱۳ مه)د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښار د خواجه حسن د کلی په جومات کې د جمعې په ورځ په دوه ځانمرګو بریدونوکې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ شهیدان په یو ډله‌ییز قبر کې خاورو ته وسپارل شول.

  د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د شهیدانو د ښخولو پر وخت سخت امنیتی ترتیبات نیول شوی وو.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په ښار کې د جمعې په ورځ (زمری ۱۲ مه) شاوخوا ۱:۳۰ بجې د خواجه حسن په کلی کې د شعیه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګو بریدګرو لومړی پر سپکو وسلو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او بیا یې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه لمونځ کوونکی شهیدان شول او ۹۴ تنه نور ژوبل شول.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس داکټر ولایت خان احمدزی، د ۱۷ ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

تراوسه لا د دې برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه برید کې د خپلې ډلې د وسله والو لاس لرل رد کړی دی.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خو سیمه‌ییز چارواکی دا برید د اسلامی دولت یا داعش د ډلې د وسله‌والو کار ګڼی.

د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ریاست پر ودانۍ په یو ډله ییز برید کې ۱۵ تنه شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شول، مسولیت یې د اسلامی دولت یا داعش ډلې په غاړه اخیستی وو.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د خواجه حسن د کلی پر جومات برید د ولسمشر محمد اشرف غنی او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د غندنې سربیره افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم په یو بیان کې په سختو ټکو غندلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید