روزنامه اصلاح

د کډوالو چارو وزیر:ترکیې او یونان ژمـنه کړې چې افغان کډوال به په زوره نه باسی

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایی، ترکیې او یونانی چارواکو ورسره په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواری ژمنې کړې دی.

دی وایی، ترکیې او یونان ورسره ژمنه کړې چې افغان کډوال به په اجباری توګه له خپلې خاورې نه باسی.

سید حسین عالمی بلخی د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې ترکیې او یونان ته یې د خپل سفر پرمهال د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواری په اړه خبرې کړې دی.

نوموړی زیاته کړه:

“هغه کډوال چې له ایرانه ترکیې او یا نورو ځایونو ته لېږدول کېږی، دوی قربانیان دی او موږ باید د قربانیانو پر وړاندې د مبارزې پر ځای چې له مرګه د تېښتې لپاره نورو هېوادونو ته پناه وړی، د قاچاقبرانو پر وړاندې مبارزه وکړو، ما هلته دا ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم یو ناامنه هېواد دی او هغه خلک چې دغو هېوادونو ته ځی، دا په دې معنا نه ده چې دوی یو ارام ژوند پرېږدی او کډوالۍ ته زړه ښه کوی.”

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر د ایران، ترکیې او روسیې له لارې اروپایی هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د شمېر د کموالی خبره هم وکړه، خو دقیق ارقام یې وړاندې نه کړل.

ښاغلی بلخی وویل، په ټوله کې له یاد مسیره د یوه کال په موده کې یو لک او اویا زره کډوال له بېلابېلو هېوادونو اروپا ته تللی چې زیات شمېر افغان کډوال هم په کې شامل دی.

زیاتره هغه افغان کډوال چې غواړی، ځانونه اروپا ته ورسوی، له ایران، ترکیې او یونان څخه د ټرانزیټ په توګه استفاده کوی.

هغه افغان کډوال چې په یادو هېوادونو کې مېشت دی، تل یې د امکاناتو له نشتوالی او له دوی سره د ناوړه وضعیت له امله شکایتونه کړی دی.

څه موده وړاندې د الیاس هادی په نوم یوه افغان کډوال د یونان له موریا کمپ څخه د ټیلیفونی پیغام له لارې ازادی راډیو ته وویل چې په دغه کمپ کې افغان کډوال له وژنو نیولې، تر جنسی ځورونو، وهلو ټکولو او ډول ډول نورو ستونزو سره مخ دی.

افغان چارواکو په کراتو په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواری او اړوندو هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې کړی، خو د نړیوالو چارو کارپوه داوود مایار وایی چې د هېوادونو مشران یوازې ژمنې کوی، خو په عمل کې هېڅ هم نشته.

ښاغلی مایار وایی، یو شمېر هېوادونه د مهاجرت له موضوع د سیاسې وسیلې په توګه کار اخلی.

ده زیاته کړه:“زما په اند دوی تر هغه حده پورې دا مسایل عملی کوی چې د دوی سیاسی ګټې ورسره نغښتې وی او یا سیاسی اړخ یې داسې وی چې کله دوی وغواړی چې د افغانستان حکومت ته وښیی چې دا دی موږ له تاسو سره ښې اړیکې لرو، نو بیا هلته کډوالو ته یوه اندازه اسانتیاوې برابروی.”

ښاغلی مایار له افغان حکومته غواړی چې په کور دننه خلکو ته د کاری زمینې او نورو اسانتیاوو په برابرولو سره د کډوالۍ مخه ونیسی.

خو په ټوله کې د امنیت نشتوالی، اقتصادی ستونزې، بېکاری او یو شمېر نور مسایل هغه څه دی چې له امله یې افغان کډوال اړ کېږی چې خپل هېواد پرېږدی او د هوسا ژوند په لټه یوه سخت سفر ته چې له مرګه او ډول ډول نورو ستونزو خالی نه‌ دی، زړه ښه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید