روزنامه اصلاح

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالی کمیشنر فیلیپو ګراندی سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د حقونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه کتنه چې په جنیوا کې د جمهور رئیس په استوګنځی کې ترسره  شوه، جمهور رئیس غنی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالی کمیشنری هلې ځلې د قدر وړ وبللې  او زیاته یې کړه، د نړۍ هیوادونه او بین المللی بنسټونه دې د کډوالی نړیوالېستونزې د حل په موخه مشخصه برنامه او پلان ترتیب کړی.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالی کمیشنر له جمهور رئیس څخه د افغان کډوالو ستونزو حل ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او وې ویل، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوی او د کډوالو د حقونو ملاتړ کوی.

ښاغلی فیلیپو ګراندی په بېلابېلو هیوادونو کې له افغان کډوالو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د عالی کمشنری  ملاتړ اعلان کړ او هغوی ته پر وخت د مرستو رسولو په هکله یې جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ.

جمهور رئیس وویل، حکومت  هیواد ته د افغان کډوالو راستنېدنې ته ژمن دی او موږ به د خپلو نړیوالو  شریکانو په همکارۍ هغوی ته د راستنېدنې او مېشتېدنې مناسب شرایط او اسانتیاوې برابرې کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید