روزنامه اصلاح

د کډوالو نړیوال سازمان: په۷میاشتو کې کابو نیم میلیون افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوی

د کډوالو نړیوال سازمان وایی، په روان میلادی کال کې کابو نیم میلیون افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوی.

د فرانسې خبری اژانس هم ویلی، په تېرو اونۍ کې د امریکایی ډالر پر وړاندې د ایرانی ریال بیه را لوېدلې.

له همدې کبله ایرانه د افغان کډوالو د وتلو بهیر په بېساری ډول چټک شوی دی او ګڼ شمېر یې بېرته هېواد ته ستانه شوی.

د کډوال نړیوال سازمان هم وایی، په تېرو څو اوونیو کې کابو ۴۴۲ زره افغانان په خپله خوښه له ایران بېرته افغانستان ته تللی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره می میاشت کې له ایران سره شوی اتومی تړون لغوه کړ او اعلان یې وکړ چې هېواد به یې نور د دې تړون برخه نه وی.

له هماغه راهیسې ایرانی ریال د امریکایی ډالر پر وړاندې خپل نیمایی ارزښت له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږی چې همدې وضعیت په ایران کې مېشت افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان د کار روزګار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته تللی.

خو اوس په ایران کې روان اقتصادی وضعیت دوی اړ کړی چې بېرته هېواد ته را ستانه شی.

بل لور ته هغه افغانې کورنۍ چې کرکیله کوی، هېواد ته له راستنېدو وروسته له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

په تېرو ۷ میاشتو کې نیمایی هغه افغانان چې له ایرانه راستانه شوی، هغه ناقانونه کډوال وو چې ایرانی پولیسو نیولی او په جبری ډول یې بېرته افغانستان ته لېږلی.

د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوی چې په راتلونکو میاشتو کې به له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر نور هم چټک شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید