روزنامه اصلاح

د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت نوې طرحه

د افغانستان حکومت د کوکنارو له کښت سره د مبارزې لپاره نوې طرحه چمتو کړې او په پام کې لری چې د نشه یی موادو په برخه کې یې بهرنیو مرستندویه ادارو ته وړاندې کړی. د افغان حکومت له خوا د کوکنارو له کښت سره د مبارزې طرحه به د روان مېلادی کال د سپټمبر په میاشت کې په امریکا کې د نشه یی موادو په برخه کې مرستندویه ادارو ته وړاندې شی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدی ازادی راډیو ته ویلی چې دا طرحه یو ملی پروګرام دی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت پر اړولو باندې تمرکز کوی، په دې برخه کې تر ډېره بریده د نړیوالې ټولنې، په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو مالی او تخنیکی مرستو ته ډېره اړتیا ده.

ښاغلی احمدی زیاتوی چې د دې طرحې پر اساس به د ملی پوځ او پولیسو ترڅنګ د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو ځانګړی نظامی ځواک هم جوړ شی.

نوموړی زیاته کړهدا طرحه چې موږ کار ورباندې کوو، لومړۍ برخه یې دا ده چې موږ باید په هغو سیمو کې د کوکنارو کښت واړوو چې هلته امن دی، دغه ډول کوم وخت چې قول اردوګان په ناامنو ولایتونو کې عملیات کوی، باید د کوکنارو د کښت اړول یې هم د عملیاتو د پلان یوه برخه وی، کله چې هلته امنیت راغی، بیا به د کوکنارو د کښت اړولو لپاره یو ځانګړی ځواک په پام کې ونیول شی، هر ځای چې کوکنار کرل کېږی، همدا خاص نظامی ځواک به د ځمکې او هوا له لاری ځی او د کوکنارو کښت به اړوی، په دې ډول به موږ وکولای شو چې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.”

د ښاغلی احمدی په وینا د دې طرحې تر وړاندې کولو مخکې په پام کې ده چې د روان مېلادی کال په راتلونکې میاشت کې له نشه یی موادو سره د مبارزې سیمه ییزه ستراتېژی یو ځل بیا په جینیوا کې د مرستندویه ادارو استازو ته د هغوی د تائید لپاره وړاندې شی.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د لومړنۍ سروې له مخې په ۲۰۱۸ کال په ۳۲۸ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوی چې له دې ځمکو څخه یوازې له پنځو څخه تر شپږو سوو هکټاره پورې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شوی دی.

تر دې وړاندې له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت ویلی و چې له ۲۰۱۴ مېلادی کال راهیسی یې د ناامنۍ له کبله و نه شوای کولای چې د کوکنارو د کښت اړولو کلنی پلان په بشپړه توګه عملی کړی. د ولسی جرګې یو غړی عبده هم د کوکنارو له کښت سره پر مبارزه ټینګار کوی او وایی، تر څو چې د نشه یی موادو په برخه کې جدی او عملی کارونه و نه شی، د بدیل کښت پروګرام د پام وړ نتیجه نه ورکوی.

ښاغلی عبده زیاتوی:

بدیل کښت هغه مهال ګټور دی چې د حکومت له خوا د قانون له سرغړوونکو او کوکنارو له کروندګرو سره جدی چلند وشی، هغه کسان چې کوکنار کری باید د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې مجازات شی، دغه ډول حکومت باید د ناامنیو مخه ونیسی، سیمه ییز ځواکونه باید له قاچاق کوونکو سره جدی چلند وکړی، په دې صورت کې بدیل کښت یو ښه انتخاب او ګټور بدیل کېدای شی.”

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی چې د کوکنارو د کښت پر خلاف کمپاین د افغان ځواکونو له لومړیتوبونو څخه نه دی، خو افغان امینتی ځواکونه دا دلیل راوړی چې دوی په جګړه بوخت دی، ځکه نو د کوکنارو د کښت اړولو لپاره نور ځواکونه نه لری.

ښاغلی عبده وړاندیز کوی چې له ترورېزم او طالبانو سره د مبارزې ترڅنګ دې د کوکنارو د کښت اړولو ته هم لومړیتوب ورکړل شی، تر څو د دې ډلو مالی سرچینې وچې شی.

  مرسلین ارسلا

ممکن است شما دوست داشته باشید