روزنامه اصلاح

د کوچنیانو د نړیوالۍ ورځی حقوقی ارزښت

د کوچنیانو نړیوالی ورځې تاریخچه؛

هر کال د اکتوبر اتمه کوم چی د تلې میزان له ۱۶ مې سره سمون لری د ماشوم (کوچنی، کودک) له نړیوالې ورځې سره سمون خوری.

په دې اړه د نړیوالو ټولنو او هم په ماشومانو پورې اړوند سندونه (حقوقی، فرهنګی تعلیمی توکی)  داسې بیا نوی چې کوچنیان باید په یوې ښې نیکمرغه، خوشالوونکی فضا او محبت کې ژوند وکړی، کوم چې د ماشوم په اړه ښه تفاهم، ښه روغ بنست دامن او سولې فضا وی، لوی شی.

دغه مهمه ورځ لومړی ځل په ۱۹۵۲ میلادی کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې غیر دولتی موسسې له لوری بیان، تعریف او بیا ونمانځله شوه، په دغو نمانځغونډو کې کوچنیان(ماشومان) د هغوی مشران (پلرونه او میندې)، ښوونکی، رسامان هنرمندان موسیقی غږوونکی، لیکوالان، شاعران او د ماشوم د ادب پلویان هم حاضر وو، او د متحده ایالاتونو په یوه ښیرازه سمسور بڼ کې جشن جوړشو او همدا ورځ(د ماشوم ورځ) په نوم ونومول شوه.

په ۱۹۵۴ میلادی کال کې همدا ورځ د هر کال د اکتوبر اتمه د ماشوم د نړیوالی ورځې په نوم د ملګرو ملتونو له خوا هم په رسمیت وپیژندل شوه، چې په دی اړه د ملګرو ملتونو د مور او ماشوم د حمایت موسسې یا یونیسف د زیار له کبله وه چې د ماشوم نړیواله ورځ هر کال نمانځله کیږی.

د یونیسف په یوه اعلامیه کې راغلی دی چې د همدې موسسې  ددندو څخه یوه داده چی د مور او ماشوم له پاره د ساتنې یوه ټولنه انجمن هم موجود وی او له ماشومانو څخه ساتنه او مراقبت وکړی او لومړنی اړتیاوی یې پوره کړی. سو کاله وی او د ژوندانه لومړنیو کلونوکې ور سره ښه محبت وشی او ښه زنده ګی وکړی او والدین یې هم وهڅول شی. ترڅو د هغوی ښوونی او روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړی.

که چیرې د وسله والو مبارزو څخه په هر ځل ۵ ډالره را کم شی او هغه پیسې د دریمې نړۍ د فقیروهېوادونو ماشومانو ته ډالۍ کړی نو دغه بی وزلی هېوادونه او ماشومان به یې سوکاله او روغ رمټ شی. په نړیوالو سندونو کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ میلادی کال د دسامبر دلسمې نیټې د بشری حقونو د اعلامیې په ۲۶ مې مادی کې د ماشومانو د حقونو او دهغو د ښوونی روزنې، روغتیا، خوشبختی او ښه ژوند په باب لیکنه شوې او د دولتو دندې په کی بیان شوی او له ماشومانو او دهغوۍ له اولیاؤ څخه هم د هغوی د حمایت په آړه یادونه شوی ده.

په همدې ډول، د افغانستان اساسی قانون د ۱۳۸۲ لمریز کال مصوب په ۴۰ مه ماده کې راغلی دی چې په کوچینانو اجباری کارکول منع دی او پر ماشومانو د اجباری کار تپل (تحمیل) جواز نه لری.

په همدې ډول په ۵۳ ماده کې دولت مکلف شوی چې له بی سرپرستو میندو ، معلولینو، معیوبیون او یتیمو ماشومانو څخه ساتنه وکړی او بی وزلی، بی بضاعت کوچنیان هم وروزی او سوکاله ژوندانه ته یی لاسرسی وکړی.

همدا راز د ۵۴ مادې په دو همه فقره کې داسې حکم شوی دی: دولت د ماشومانو د جسمی او مانیزو سلامتیا وو په موخه په تیره بیا د مورو او ماشوم او کورنیو سلامتیا ، روغتیا ، بسیاینې،سوکالۍ او ښې روزنې په پار لازم تدبیرونه طرح او عملی کړی. چې دا دهیواد کوچنیانو له پاره په ګټه خبره او حکم دی.

شاعر وایی:

چې دارمان غوټی په دښت او بیان وغوړیږی

خزان وهلو ماتو زړونو ته ګلونه ورکړو.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید