روزنامه اصلاح

د کونړ ځوانانو او د مدنی ټولنې استازو د سولې په برخه کې د جمهوررئیس غنی د طرحې ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د کنړ ځوانانو او د مدنی ټولنې استازو سره د یاد ولایت د غونډو په تالار کې وکتل.

په پېل کې نظام الدین مالیار جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او همدارنګه یې د ځوانانو، ښوونځیو، د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې، د اوبو او کانونود مدیریت، برېښنا، د لرګیو صنعت، کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د سولې په اړه یې د جمهوررئیس د طرحې ملاتړ وکړ.

جمهوررئیس ځوانانو او د مدنی ټولنې استازو ته د وینا پرمهال وویل، د کنړ هراړخیزې ودې ته اساسی پاملرنه کېږی. د اوبو د مهارولو کار پېل شوی چې په پایله کې به یې  څه باندې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه ترلاسه او په عادلانه توګه به د ولس د استفادې وړ  وګرځی.

جمهوررئیس غنی وویل، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې چارې په خپله له نږدې څاری او له هغوی څخه یې هم وغوښتل چې د دغه بهیر د څارنې په موخه یو میکانیزم ایجاد کړی. هغه زیاته کړه، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د مسوولیت حس باید عام شی.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د کوچنی اختر په ورځو کې اوربند ټولو ناشونی باله او له همدې وېرې یې زړه نه ښه کاوه، مګر د یاد اوربند د ښه مدیریت په پایله کې ګڼ شمېر طالبان ښارونو او کلیو ته راغلل او په وضاحت سره یې وویل چې نور له جنګه ستړی دی.

محمد اشرف غنی وویل، باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او موږ هغې ته د رسېدو دوامدارې هڅې کوو. هغه زیاته کړه، د کنړ له زېرمو به د هېواد په ابادۍ کې اساسی استفاده وشی.

دیو بل خبر له مخې، د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی کنړ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت له ښځو سره وکتل.

مېرمن اسما سحر د کنړ ولایت د ښځو په استازیتوب جمهوررئیس او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ادارو کې د ښځو د استخدام، د ملی پروګرامونو تطبیق، فرهنګی او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ونډې او فعالیت، د سولې، ښځو لپاره د روغتیایی مرکزونو د جوړولو،  د ښځینه ډاکټرانواو د ښځو لپاره د تفریحی پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غنی د ښځو د ملی اجماع غونډې ته د تیاری لپاره په کنړ کې د ۱۲۰۰ مېرمنو راټولېدل او د دوی فعال حضور او ګډون وستایه او له دې امله یې له هغوی څخه مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د سولې په اړه د ښځو د ملی اجماع غونډه کې د کنړ د ښځو ښه استازیتوب وشو.

جمهوررئیس وویل، تر دوه کاله دمخه پورې  د سولې په اړه هیڅ بحث نه کېده، مګر موږ د دوامدار کار او هڅو په پایله کې سوله په اصلی،ملی او بین المللی بحث بدله کړه .هغه زیاته کړه: د سولې په مشورتی لویه جرګه کې به حداقل د افغانستان د هرې ولسوالۍ استازې ګډون ولری.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، ښځې له څنډې څخه متن ته راغلی او موږ د ښځو لپاره نور څه نه، بلکې همغه عزت غواړو چې بی بی عایشې او بی بی خدیجې  درلود. هغه په ټینګار سره وویل،د کنړ ولایت د ښځو ستونزو ته داساسی پاملرنې ترڅنګ به د دغه ولایت پر ملی شتمنیو لکه اوبو،کانونو او ځنګلونو پانګونه وشی.

جمهوررئیس غنی د کنړ والی ته لارښوونه وکړه چې د اړوند ولایت په محلی ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید