روزنامه اصلاح

د کورنی تاوتریخوالی یولامل دنه رضایت ودونه دی

په زور د هلک اونجلی له رضایته پرته ودونه هغه پدیده ده چی ټولنه کی د ناوړو دودونو او رواجونو څخه سرچینه اخلی او بیا د دا ډول ناوړو دودونو یو شمیر د کورنیو جنجالونو، او ناخوالیو په رامنځ ته کیدو سره دکورنی تاویریخوالی او زیاتره پرښځو د تاوتریخوالی او زورزیاتی د کچی او څرنګواکی له مخی خورا ځوروونکی پیښی رامنځ ته کوی چی زموږ په دودیزه ټولنه کی یی خورا زیاتی بیلګی لیدل کیږی چی یوه بیلګه یی په دی ډول وړاندی کیږی. یو هلک پرته له دی چی د یوی نجلی په باب معلومات و لری، مور و پلار په تیره بیا موریی ورته یوه نجلی خوښه کړی وی. هلک لا واده ته تیار نه وی او غواړی چی خپلی لوړی زده کړی پای ته ورسوی نویی مور و پلار مجبور وی، په هر ډول چی کیږی چی د هغوی دغه انتخاب ته غاړه کیږدی او د هلک هیڅ د لیلونه چی اوس یی دواده وخت نه دی او له بلی خوا نجلی یی هم هیڅ په سترګو لیدلی نه ده او د هغی د مور له خولی کوچنی او قانونی عمرته لارسیدلی هم نه ده. دده سره سره یی مور و پلار  د خپل ټینګار څخه لاس نه اخلی او هلک ورسره واده ته مجبور وی.

هلک که هر څومره پلار ته په دی اړه یولړ دلیلونه وړاندی کوی او ورته څرګندوی چی اوس واده ته تیار نه دی خو پلار یی وایی چی د ځوی واده یی لوی ارمان  دی او غواړی چی په ژوندکی د خپل ځوی د واده په زړه پوری مراسم و ګوری او د مور غوښتنه یی هم داده او  د دواړو کورنیو د ابرو او عزت خبره هم وه او ددی په خواکی د نجلی پریښودل د کورنیو ترمنځه د خواشینی او دښمنی لامل ګرزی ، خو هلک له ډیر مجبوریته د مور و پلار په خوښه کوژده او بیا واده کوی. او پوره احتمال لری چی د دواړو ددی نه موافقت په وجه تر واده وروسته په لومړی سرکی یو لړ نزاکتونه ایجادیږی او ورپسی دغه نزاکتونه دحساسیتونو لامل ګرزی تر دی چی له یوبل نه بیزاریږی او د دوی په کورنی ژوند کی د زور زیاتی تخم  را زر غونیږی، و ده کوی او خبره فزیکی تاو تریخوالی او ډول ډول تاوتریخوالی رامنځ ته کیدو ته را رسیږی.

په دی برخه کی چی د هلک ښځه لا بلوغ ته هم نه وی رسیدلی نو همیشه یی زړه غواړی چی د مور و پلار کره  ژرژر لاړه شی او د میړه له کوره په یوه اوبله پلمه یی دا عادت کیږی او  د میړه کورنی له سپارښتنو او رضایت نه په غیر د پلار و مور کره ځی او ددی په اړه د هلک زغم او حوصله هم را تنګیږی، داچی اوس خبره له خبری تیریږی  د دوی د کورنیو په منځ کی د تاویلی او ماویلی ناندری موضوع ته هم خبره وځی، نجلی چی پلار ته شکایت کوی او پلار یی هم دا حق په جانب ګڼی او ددی په خواکی یی میړه ملامتوی خو دا شکایتونه هیڅ ګټه نه ورکوی .

څرګنده ده چی د دوی په ژوند کی دغه جنجالونه او تاوتریخوالی ، چی د نجلی او میړه د کورنی دوستانه اړیکی هم له ناوړه اغیزی لاندی راولی او لکه چی د مخه وویل شول حتی په بدبینی او دښمنی یی بدلوی، او د دواړو کورنی دوی نازولی اولادونه، په زور او نه رضایت واده ته اړایستل او دا ناوړه دود پری عملی کول د کورنیو ترمنځه هسی تاویخوالی رامنځ ته کوی چی د حل لاره یی هیڅ امکان نه لری او وروسته جبران کیدای نه شی، نو ښه به داوی چی هلک او نجلی خپل قانونی عمرته رسیدلی وی او  د یوبل په لیدو او رضایت د خپل ژوند راتلونکی په خپله خوښۀ و ټاکی نو ښکاره ده چی د کورنی تاوتریخوالی مخه به نیول شوی اودکورنیو د تاوتریخوالی پر ځای به د دوستی او محبت مزی لاپسی ټینګ شوی وی.

هیله ده چی قدرمنی کورنی که هغه د هلک کورنی وی او یا د نجلی خپلو اولادونوته لاره هواره کړی چی د خپلی خوښـی سره سم د ژوند ملګری وټاکی او په دی صورت کی به کورنی تاوتریخوالی ته ځای نه وی پاتی.

رازقی نړیوالی

ممکن است شما دوست داشته باشید