روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسی جرګې د راروانو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د وسلهوالو طالبانو ګواښ بېځایه وباله او ژمنهیې وکړه چې امنیتی ځواکونه به په ټول توان د رأی ورکوونکو امنیت ساتی.
د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته ویلی چې په ټول افغانستان کې د رأی ورکولو د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱ زره محلونو لپاره شااوخوا ۵۴ زره امنیتی ځواکونه ګومارل شوی او د اړتیا په صورت کې به له هوایی ځواکونو هم د مرستې غوښتنه وشی.
ښاغلی رحیمی زیاته کړه:
“موږ تاسو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د افغانستان خلکو ته دا اطمینان ورکوو چې ټول امنیتی او دفاعی ځواکونه، کشف او استخبارات او هوایی ځواکونه به د دغې ملی، مهمې، حساسې او تاریخی پروسې په برخه کې د امنیت په ټینګښت کې په هماغه شکل چې د نوم لیکنې پروسه په سمه توګه سرته ورسېده په هماغه ورځ به چې کله ټاکنې هم ترسره کېږی ټول ځواکونه به د دغې پروسې تر شا ولاړ وی او امنیت بهیې خوندی وی.”
وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په راروانو انتخاباتو کې به حکومتی امنیتی ځواکونه په نښه کړی.
د طالبانو لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ذبیحالله مجاهد چې ځان د دې ډلې ویاند پېژنی دغه انتخابات د امریکایانو لهخوا یوه ناوړه دسیسه بللې او ویلی یې دی چې وسلهوال به د دغو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره هېڅ یوه هڅه ونهسپموی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ګواښ تبلیغات بولی او وایی چې د انتخاباتو د دغې ملی پروسې لپاره امنیتی ځواکونه به په ټول ځواک هڅې وکړی چې د ټولو لپاره د ډاډمنو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره شی.
د کورنیو چارو وزارت دغهراز ویلی چې په هغو سیمو کې چې د امنیتی ستونزو له امله خلکو ته ډېر خطرونه متوجې دی د انتخاباتو له کمېسیون سره په هماهنګۍ دغه سیمې په نښه شوی او هلته به د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له احتیاطه کار واخیستل شی او د رأی ورکولو مرکزونه به پرانیستل شی.
طالبانو په عین حال کې دا هم ویلی چې ملکی وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره به پام وکړی، خو نور چې هڅه کوی دغه انتخابات په بریالیتوب سره ترسره شی او امنیتیې نیسی، پر هغوی به حملې وکړی او د انتخاباتو د مخنیوی او د ناکامېدو لپاره به له هېڅ ډول ګذار څخه ډډه ونهکړی.
د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی، که طالبان د ملکی وګړو د خوندیتوب پام ساتی باید د دغې ملی پروسې چې په خلکو پورې تړلې د ګډوډولو ګواښ هم ونهکړی.
ښاغلی رشید زیاتوی:
“دا واقعاً زموږ لپاره هم د پوښتنې وړ ده، ځکه چې د ټاکنو بهیر یو ولسی بهیر دی او په دې کې ولس برخه اخلی او دوی خپل استازی ټاکی، نو کله چې په دې بحث کې کومه ستونزه موجوده نهوی، که دوی د هغو مرکزونو د خوندیتوب لپاره مؤظف وی چې د خلکو امنیت خوندی کړی فکر کوم په دې برخه کې چې طالبان خلکو ته ګواښ نهکوی او د هغوی د خوندیتوب لپاره هوډ لری نو دلته اصلاً نور بحث د حملو او د دغې پروسې د ګډوډولو نه مطرح کېږی.” په پام کې ده چې د ولسی جرګې انتخابات د روانې تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شی.
وسلهوال طالبان د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ په داسې حال کې کوی چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار زلمی خلیلزاد د سولې د نویو هڅو په ترڅ کې په کابل کې له افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.
له جمهور رئیس غنی او داکتړعبدالله عبدالله سره د هغه د لیدنو کتنو په اړه نور جزئیات نهدی خپاره شوی، خو داکتړعبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د غونډې تر پیلېدو مخکې په لنډو خبرو کې وویل چې د دوی په باور د سولې پروسې ته اوس پاملرنه زیاته شوې او د بریالیتوب لپارهیې چانس زیات شوی دی.
خلیلزاد ویلی چې دی به سولې ته د رسېدو لپاره په نړیواله سطحه له ټولو تجربو او ارتباطاتو کار واخلی. نوموړی په دې لس ورځنی سفر کې دغهراز پاکستان، متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او قطر ته چې پلازمېنه دوحهیې د طالبانو د سیاسی دفتر کوربه دی، ولاړ شی.