روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، داسې یو کس چې ځان د مشرانو جرګې د رئیس سلاکار معرفی کوی په کابل ښار کې له تروریستانو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمی د جمعې په ورځ د «غبرګولې پر ۳مه» رسنیو ته په لېږلی پیغام کې ویلی، نیول شوی کس چې حاجی دلاور نومېږی تېره ورځ له غیر قانونی وسلو، جعلی اسنادو او پلېټونو، ۷ سوه زره پاکستانیو کلدارو او د یو زرهی په ګډون دوو موټرو سره نیول شوی دی.
ښاغلی رحیمی ویلی:”هغه تروریستانو او تروریستی شبکو ته له پاکستان څخه چاودېدونکی او نغدی پیسې راانتقالولې او له یوې سیمې څخه بلې ته یې انتحاریان انتقالول چې تېره ورځ د کابل ښار په ۱۲مه امنیتی حوزه کې ونیول شو.”
د کورنیو چارو وزارت د نیول شوی شخص د پیژندګلوی او د ملی شورا په پارکېنګ کې د موټر درولو د ځانګړو کارټونو په خپرولو سره ویلی، چې نوموړی د مشرانو جرګې د رئیس سلاکار دی.
بیان وایی، چې نیول شوی کس له تروریستانو څخه په ملاتړ او ساتلو تورن دی.
د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلی، چې له حاجی دلاور سره یې د پاکستان تابعیت کارټونه هم نیولی چې په دغو شناختی کارډونو کې د نوموړی نوم «جاوید خان» ذکر شوی دی.
نصرت رحیمی ویلی:”یو کال مخکې امنیتی ځواکونو د جلال اباد ښار په یو چک پانیټ کې د حاجی دلاور یو لنډکروزر موټر درولی و چې د یاد موټر تورې ښښې یې پاکولې په دا سبا پر هغه سرتېری چې د حاجی دلاور د موټر تورې ښښې پاکولې، چاودنه کېږی چې دغه سرتېری یې وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.”
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی ټینګار کړی چې د کورنیو چارو وزارت کره اطلاعات ښیی چې دغه چاودنه حاجی دلاور پلان کړې وه.