روزنامه اصلاح

د کورنیو چارو وزارت: جعلی تذکرو او سټیکرونو کې ښکېلو کسانو سره به قانونی چلند وشی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د جعلی تذکرو او سټیکرونو په پلټنو کې د سیاسی ګوندونو په شمول، هر څوک چې ښکېل وګڼل شی، د قانون له مخې به ورسره چلند وشی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، د جعلی تذکرو او سټیکرونو د سرچینو د موندلو په هدف‌یې جدی پلټنې پیل کړې دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی وایی که په دغو پلټنو کې د سیاسی ګوندونو په شمول چې د اسناد راټولونکی دی، هر څوک ښکېل وګڼل شی، قانونی چلند به ورسره وشی.

د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له لوی ملی ائتلافه غواړی چې په پلټنو کې ورسره لازمه مرسته وکړی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمی وایی:

له همدغو سیاسی ګوندونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې کله دوی له خلکو سره معلومات او اسناد شریکوی، دوی دې له کشفی، امنیتی او استخباراتی بنسټونو سره هم معلومات شریک کړی، تر څو وکولای شو اصلی عاملین‌یې پیدا کړو.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملی ائتلاف چې له یو شمېر ګوندونو جوړ دی، د شنبې په ورځ شااوخوا یو لک تذکرې چې انتخاباتی سټیکرونه هم پرې لګېدلی وو، له رسنیو سره شریکې کړې.

دا ائتلاف ادعا لری چې جعلی تذکرې او سټیکرونه په انتخاباتو کې د حکومت په ګټه د درغلۍ په هدف جوړ شوی دی. خو د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزی ادارې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دوی لګېدلې د درغلۍ هر ډول ادعاوې رد کړې. دوی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او دغه‌شان له عدلی او قضایی ارګانونو وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړی چې ملی ائتلاف یاد جعلی اسناد له کومه کړی او څوک د انتخاباتو ملی پروسه سبوتاژول غواړی؟

ملی ائتلاف بیا وایی چې دوی دا اسناد له ټولنې راټول کړی دی.

د دغه ائتلاف ویاند فضل‌الرحمان اوریا ازادی راډیو ته ویلی:

موږ دا اسناد او جعلی تذکرې له ټولنې راټولې کړی، په دغو سندونو کې له غزنی پرته د نورو ټولو ولایتونو اسناد شته، یعنې موږ د افغانستان له ۳۳ ولایتونو د حکومت تقلب او درغلۍ راټولې کړی.”

دی وایی، د جعلی اسنادو له راټولولو هدف شفافو انتخاباتو ته زمینه برابرول دی چې په خبره‌یې و حکومت ورته ژمن نه‌دی.

د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات د راتلونکې میزان میاشتې په ۲۸مه کېږی چې څرنګوالی او شفافیت‌یې د حکومت او د ځینی سیاسیونو ترمنځ جدی بحثونه راپورته کړی دی.

  یوسف ځدراڼ

ممکن است شما دوست داشته باشید