روزنامه اصلاح

د کنړ د ۲۰۰ بستریز روغتون په ګډون اته پروژې منظور شوې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۸ تدارکاتی مورده وارزول شول چې په پایله کې ملی تدارکاتو کمېسیون له ۱،۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تړونونه منظور کړل.

بل پلو د اوسپنې او حرارتی پایپونو د تولیدی شرکت د جوړولو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت پېشنهادی طرحه له غور او بحث وروسته ملی تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.

سربېره پر دې له ښرنې څخه تر انګوراډې پورې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالی (د بیې له لوړوالی پرته د مودې غځول) د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژې قرارداد د تعدیل د منظورۍ په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز، د ملی تدارکاتو کمېسیون غړو تصویب کړ.

دغه راز د خوست هوایی ډګر د ترمینل د جوړولو د بیې د راکمولو په خاطر د ملکی هوایی چلند خپلواکې ادارې، ملی تدارکاتو کمېسیون څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، ترڅو له پېشنهادی شرکت سره قرارداد وشی.

د غونډې په پای کې د Hogan Lovells حقوقی مشورتی شرکت سره د (Letter of Engagement) تعهدنامې د لاسلیکولو د منظورې غوښتنه د کانونو پټرولیم وزارت غونډې ته مطرح کړه چې کمېسیون منظور کړه.

جمهوررئیس غنی پر یادې پروژې د بحث پر مهال یو ځل بیا د پروژو په تطبیق کې د ادارو له لورې پر لا زیاتې څارنې ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید