روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملی اداره وایی چې د کمال خان بند کې ذخیره شوې اوبه د لومړی ځل لپاره زرنج ښار ته رارسېدلی دی.
د نیمروز مرکز زرنج ښار د کمال خان بند نه شااوخوا ۹۰ کیلو متره لیرې پروت دی او دغه اوبه د لشکری کانال له لارې دغه ښار ته رسېدلې دی.
د اوبو د چارو د تنظیم ملی ادارې ویاند نظام خپلواک په دې اړه وویل: “زرنج ته رارسېدلې اوبه به د دغه ښار زراعتی ځمکې خړوبې کړی.”
د افغانستان ولسمشر د نوی کال په څلورمه د کمال خان بند پرانیسته.
پرانیست غونډې کې محمد اشرف غنی وویل چې له دې وروسته به بل هیواد ته وړیا اوبه ورنکړی.
هغه زیاته کړه که ایران وغواړی د دواړو دولتونو د هوکړې له کچې ډېرې اوبه ترلاسه کړی په عوض کې دې افغانستان ته تېل ورکړی.
د چارواکو په وینا دغه بند ۱۸۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوی، لږ تر لږه ۹ میګاواټه برېښنا تولیدی او د ۵۲ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لری.
د افغانستان په شان وچې کې ایسار هیواد ته چې ډېرې خوږې اوبه یې بهر ته بهیږی دا ښایی د اقتصادی ودې لپاره یو ښه زیری اوسی خو خلک د دغو بندونو د ډېرېدو تمه لری.
د رپوټونو پر بنسټ حکومت وایی چې اوس په ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.