روزنامه اصلاح

د کلیو د پراختیا وزارت په کلیوالو سیمو کې د خوړو بانکونه جوړوی

د کلیو د پراختیا وزارت،د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د بې وزلو کورنیو د لاس نیوی لپاره د کلیوالو سیمو د اوسیدونکو په مرسته دخوړو بانکونه جوړوی.

د کلیو د پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویلی، چې تراوسه دغه وزارت د انکشافی شوراګانو په چوکاټ کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۱۴ ولسوالیو کې ۴۱۴۲ د خوړو بانکونه جوړ کړی دی.

فریدون اژند وویل، چې د کلیو د پراختیا وزارت د خوړو د بانکونو د جوړولو لپاره اسانتیاوې برابروی، خو په بانکونو کې غلې دانې او حبوبات پخپله د کلیوالو له خوا راټولیږی او بیا په کلیو کې ډیرو بې وزله کورنیو ته د هغوی د اړتیا له مخې په وړیا ډول ویشل کیږی.

ښاغلی اژند وویل ” د کلیو د پراختیا وزارت یوازې په نهو ولایتونو کې، چې امکانات یې کم وو، د دغسې بانکونو د جوړولو په برخه کې د هر بانک سره د زرو امریکایی ډالرو مرسته کړې ده“.

د کلیو د پراختیا وزارت ویاند وویل، چې دا وزارت د خپل ” ولسی تړون” د پروګرام له لارې د دغسې بانکونو جوړول پیل کړی، چې په راتلونکی کال کې به یې لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شی.

په روان لمریز کال کې په دغو بانکونو کې په مجموعی ډول ۱۴۰۰ ټنه غله او خوراکی توکی راټول شوی وو.

په روان لمریز کال کې د دغو بانکونو له لارې د ۱۲۷۰۵ کورنیو سره د خوړو مرستې شوی دی.

د کلیو د پراختیا وزارت په افغانستان کې د وچکالۍ د اغیزو د کمیدو لپاره د دغو بانکونو جوړیدل ډیر مهم ګنی او وایی، چې کلیوالو د دغسې بانکونو د جوړولو لپاره خپله ۹۳ جریبه ځمکه هم دغه وزارت ورکړې ده.

د کلیو د پراختیا وزارت وایی، چې کلیوالو په دغو بانکونو کې د یو میلیون امریکایی ډالرو څخه زیاتې پیسې هم راټولې کړی او د خوړو په بانکونو کې یې اچولی دی.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایی، چې په روان لمریز کال کې په ۲۲ ولایتونو کې د وچکالۍ اغیزې ډیرې وې، چې ورسره په دغو ولایتونو کې د څارویو خوراکی توکی تر ۶۰ فیصدو پورې کم شوی وو.

په افغانستان کې د تیرو دریو کلونو راهیسې وچکالی دوام لری، چې د خوړو د نړیوال سازمان ” ایف اې او” د رپوټ له مخې پر۱۰.۶ میلیونو اوسیدونکو یې یو ډول اغیزه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره ” اوچا” وایی، چې د روانې وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۵۰ زره کلیوال له خپلو مینو نورو سیمو ته ګډه شوی دی.

په روان کال کې د وچکالۍ له امله ډیرې بې ځایه شوی کورنۍ د هرات او د بادغیس ولایت مرکز ته ګډه شوی دی.

د وچکالۍ له امله د بې ځایه شوو کورنیو سربیره شاوخوا درې سوه زره نور افغانان په روان لمریز کال کې د جنګ او جګړو له امله هم د خپلو سیمو څخه نورو ولایتونو ته کډه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید