روزنامه اصلاح

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر: ولایتونو کې د ۱۰۰۶ پروژو پلی کېدو، ۱۴ میلیونه کاری ورځې رامنځته کړې دی

  د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، مجیب الرحمن کریمی، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه راپور ورکاوه، زیاته کړه، تېر کال په ټولیزه توګه د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې په ۳۴ ولایتونو، ۲۴۹ ولسوالیو او ۷۸۷ کلیو کې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې شوې دی. له یادو پروژو څخه کابو ۳ میلیونه کلیوالو ګټه پورته کړې او د هغوی لپاره یې ۱۴ میلیونه کاری ورځې رامنځته کړې دی.  ښاغلی کریمی د ښوونځیو د جوړېدو په برخه کې وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو د ډیزاین، سروې او پروپوزل جوړولو بهیر پیل او د جوړولو عملی چارې یې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ولسی تړون د پروګرام په چوکاټ کې د څه باندې ۶ زره پراختیایی پروژو چارې پیل کړی چې له یادې ډلې څخه ۶۰۹ یې په همدې کال کې بشپړې شوې دی او پاتې نور یې ۱۳۹۸ کال ته لېږدول شوې دی.

د کلیوالی اقتصاد د پراخیتا پروګرام د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په جولای میاشت کې پیل شوی او تمه ده چې د پنځو کلونو په ترڅ کې د ۳۴ ولایتونو په ۷۶ ولسوالیو کې ۶۲۵۰ انکشافی شوراګانې تر پوښښ لاندې راولی. دغه راز یاد پروګرام به په دې موده کې د کلیوالو لپاره ۵۰۰ زره کاری فرصتونه هم رامنځته کړی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، کوچیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې وویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د کوچیانو لپاره کابو ۱۰۰۰ انکشافی شوراګانې رامنځته شی او د هغوی لپاره د پراختیایی پروژو د پلی کېدو په موخه هم ۳۰ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوی دی.

په ۱۳۹۷ کال کې د ساحوی انسجام د پروګرام په چوکاټ کې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ۳۰ چک ډیمونو په ګډون ۵۳۹۵۹ متره کارېزونه، ۲۱۳۸۸ متره استنادی او ګبیونی دېوالونه او ۱۵۴۲۲ متره کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې به د هېواد په کلیو او بانډو کې د ساحوی انسجام د پروګرام له لارې؛ ۴۸۴۹۰ متره کارېزونه، ۲۸۷۰۰ متره کانالونه او د اوبو لګولو واړه بندونه، ۴۰۱۶۷ متره استنادی، ساتندویه او ګبیونی دېوالونه جوړ شی.

په ۱۳۹۷ کال کې د ۵۹۶ کیلو متره سړکونو او ۱۲۷۱ پلونو په جوړېدو سره د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته د کلیوالو د لاسرسی کچه له ۶۰ سلنې څخه ۸۲ سلنې ته لوړه او بازارونو ته د سلګونه هکټاره ځمکې د محصولاتو د رسېدو زمینه برابره شوې ده.

تېرکال کې ۸۲۶۶۳۷ کلیوال د اوبو رسونې له پروژو څخه ګټه اخیستې، چې د احصایې او معلوماتو د ملی ادارې د راپور له مخې اوسمهال ۵۵.۳ سلنه کلیوال د څښاک اوبو ته لاسرسی لری.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له طبیعی پېښو سره د مبارزې په برخه کې وکولای شول خلکو ته د سېلابونو له کبله د زیاتو منفی اغېزو له رسېدو څخه مخنیوی وکړی او د هېواد سېلاب ځپلو سره د خوراکی توکو، طبی موادو، د ژوند د وسایلو او د زرګونو خېمو او کمپلو په وېشلو سره هغوی ته د ژوند د وضعیت د ښه کېدو ښه زمینه برابره کړی.  د یادونې وړ ده چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۹۸ کال لپاره د اوبو رسونې، د تجدید وړ انرژۍ، اوبو لګولو، ترانسپورټ، اقتصادی پراختیا، ښوونې او روزنې او د عامه تاسیساتو په برخو کې د ۱۸ میلیارډه او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۴۳۵ پروژو د پلی کېدو لپاره پروګرام جوړونه کړې ده. دغه پروژې به ۱۱۲ میلیونه کاری ورځې رامنځته کړی او ۹.۴ میلیونه خلک به ترې ګټه پورته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید