روزنامه اصلاح

د کرېکټ نړیوال جام څلور ورځې وروسته افغانستان ته رسیږی

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام روانه اونۍ افغانستان ته راوړل کیږی او په پلازمینه، بامیان، هرات او کندهار کې له بېلابېلو پروګرامونو سره درې ورځې دلته پاتې کېږی.

دغه جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوی، چارشنبه ( د ډسمبر په ۲۶ مه) د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېږی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایی، دغه جام به په کابل کې د کرکټ بورډ اجرایوی مشر شفیق الله ستانکزی ترلاسه کړی او په هوایی ډګر کې له ځانګړو مراسمو وروسته به د دارلمان تاریخی ماڼۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم یوړل شی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، دغه جام به افغانستان ته د راتګ په سبا ( د ډسمبر په ۲۷مه) بامیانو ولایت ته یوړل شی او هلته به هم ځانګړی پروګرامونه ورته جوړ شی.

هغه وایی یاد جام به له بامیانو هرات او له هغه ځایه کندهار ولایت ته یوړل شی او په دې سیمو کې به بېلابېل پروګرامونه ورته جوړ شی چې تمرکز یې د دغو لوبو په اړه د خلکو د پوهاوی پر ډېرولو دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایی، د پروګرامونو د لا ښه ترسراوی په موخه یې د بامیانو او هرات ولایتونو له ولایتی مشرانو سره ناستې کړې او د کپ لپاره د ترسره کېدونکو مراسمو د نمانځلو په پار یې غوره تدابیر نیولی دی.

دغه جام به د لومړی ځل لپاره د نیپال، امریکا او جرمنی په څېر هېوادونو ته هم واستول شی چې په دغو لوبو کې ګډون نه کوی.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د غوراوی پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته، چې په انګلستان کې ترسره کیږی، لار وموندله.

دغه جام له متحده عربی اماراتو پیل حرکت پیل کړی او د فبرورۍ په نولسمه انگلستان او وېلز ته له رسېدو وړاندې عمان، امریکا متحدو ایالتونو، وېسټ انډیز، سرېلانکا، پاکستان، بنګلدېش، نیپال، هندوستان، افغانستان، نیوزیلانډ، استرالیا، سوېلی افریقا، کېنیا، روانډا، نایجریا، فرانسې، بلجیم، نیدرلنډز او جرمنی ته وړل کېږی.د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا دوی د دغه جام د ګرځولو لپاره پروګرامونه هسې چمتو کړی چې هم په افغانستان کې د کرکټ ځوان مینه وال پرې خوښ کړی او هم نړیوالو ته په افغانستان کې د کرکټ د مینې انځور ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید