روزنامه اصلاح

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د افغانستان درې ولایتونو ته وړل کېږی

په افغانستان کې د کرکټ مینه والو له تمو سره سم د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ دغه هېواد ته په راروانې ډسمبر میاشتې کې لېږدول کېږی.

دغه کپ به د ځانګړو مراسمو په لړ کې د افغانستان درې ولایتونو کابل، بامیان او هرات کې نندارې ته اېښودل کېږی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې به لومړی د کابل دارالامان تاریخی ماڼۍ د دغه کپ کوربه وی بیا به بامیان او له هغه وروسته به هرات ته لېږدول کېږی.

د لوبغاړو، سیاسونو او زده کوونکو سربېره به هر وګړی دا چانس ولری چې دغه کپ له نږدې وګوری.

کرکټ بورډ په دې هیله دی چې افغانستان ته د دې کپ راوړل به پر ځینو برخو ګټورې اغېزې ولری.

په نړیوال جام کې د افغانستان ملی لوبډلې ته د ملاتړ کوونکو پیدا کېدل، خلکو ته خوښی ورکول او په درې ولایتونو کې د کپ وړلو پر مراسمو د بېلابېلو رسنیو رسنیز پوښښ هغه ټکی دی چې دغه اداره یې د مثبتو پایلو په تمه ده.

دود دا دی چې دا کپ د هر نړیوال جام د سیالیو نه مخکې هغو هېوادونو ته لېږدول کېږی چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلی.

له دې مخکې (د وږی په پنځمه) د کرکټ نړیوالې شورا ویلی و چې نړیوال کپ افغانستان ته د امنیتی ستونزو له کبله نه لېږدول کېږی.

دې خبر افغانستان کې د کرکټ مینه وال ناهیلې کړل او د هغوی په وینا د کرکټ نړیوالې شورا له افغانستان سره “دوه ګونی چلند” کوی.

اوونۍ نوه تېره شوې چې د کرکټ نړیوالې شورا خپله پرېکړې ته تغییر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د نورو هېوادونو سربېره به افغانستان ته هم دغه کپ ولېږدول شی.

د ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالۍ په استرالیا کې وشوې او له هغه مخکې د دې سیالیو کپ افغانستان ته راوړل شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام نهه میاشتنی سفر په تېرې (مې) میاشتې کې پیل او لومړی متحده عربی امارتو کې خلکو کتلی دی.

د دغه سفر په لړ کې به جام د افغانستان په شمول ۲۰ هېوادونو او نږدې ۶۰ ښارونو کې خلک وګوری.

دغه کپ دا ځل ځینو داسې هېوادو ته هم لېږدول کېږی چې پیاوړی اقتصاد لری او د کرکټ مینه وال پکې د فوټبال لوبې مینه والو په پرتله لږ دی.

د امریکا متحده ایالاتونه، فرانسه، جرمنی، هالنډ او بلجیم په یادو هېوادونو کې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید