روزنامه اصلاح

د کرومایت کانونو د تـړونونو د تعدیل د منظورۍ په ګـډون د ۱۸ تدارکاتی پروژو منظوری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۱۹ تدارکاتی موارد ورازول شول چې په پایله کې یې ملی تدارکاتو کمېسیون د ۳٫۵۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ موارد منظور کړل .

سربېره پر دې د بلخ (مزار شریف) د حلقوی سړک د پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت ټاکل شوی پلاوی راپور تر اورېدلو وروسته کمېسیون تائید او ترانسپورټ وزارت ته یې دنده وسپارله چې ژر د دې پروژې کار پېل کړی.

 په همدې حال کې د کرومایت د فعاله شپږو تړونونو د وضعیت په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ټاکل شوی پلاوی خپل راپور ملی تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته دغه وزارت ته صلاحیت ورکړل شو، ترڅو قراردادیانو سره هر اړخیزې خبرې وکړی او د هغې په رڼا کې تصمیمونه ونیسی.

دغه راز د عامه ساتنې لوی ریاست په ۱۳ پروژو کې د کار له امله د پیسو د نه ورکړې په اړه  د کورنیو چارو وزارت د قراردادی  او ۱۲ شرکتونو وړاندیز غونډې ته وړاندې شو، کمېسیون تصمیم ونیو چې دا شرکتونه دې هم د قراردادیانو په هغه لست کې شامل شی چې تر ارزونې لاندې دی.

دغونډې په بله برخه کې ملی تدارکاتو کمېسیون څخه د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۸ قلمه حبوباتو او د تهیه او تدارک قرارداد د اوومې برخې د فسخې دمنظورۍ په اړه د ملی دفاع وزارت وړاندیز هم منظور شو.

له بله پلوه د کمېسیون غړو په دې ناسته کې د اجنډا مطابق د پخوانیو فیصلو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې منظور شوې.

د ملی تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د ملی تدارکاتو ادارې پر غړو سربېره د دې ادارې مسوولینو، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، سیګار او غوڅ ملاتړ ادارې سیستیکا ملی او بین المللی څارونکو هم حضور درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید