روزنامه اصلاح

د کب شلمه د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنې د ورځی په مناسبت؛ مهتاب قلعه او مهتاب باغ

د لرغونی کابل د بالاحصار د ښار پر مهتاب باغ سر بیره په کابل کې یو بل مهتاب باغ او مهتاب قلعه هم شتون درلود. دا باغ د چاردهی د ډنډ د لویدیځی برخی د انچی باغبانان په کلی کې د اوسنی حربی ښوونځی (عسکری لیسه) له ودانۍ څخه مخ په لویدیږ  یو څه لیرې پروت ؤ.

د دې تاریخی محل او ودانۍ لرلید په دې ډول ښوول کیدای شی:

د دُر دُرانی اعلیحضرت احمدشاه بابا د واکمنۍ په دوره کې د عبدالرحمن خان بارکزایی په نوم یو شخص د توپچی باشی منصب درلود. د ده تر مړینې وروسته دا عسکری منصب د ده زوی یعقوب خان ته ورسید.

د دُر دُرانی اعلیحضرت تیمورشاه د امپراتورۍ په زمانه کې، د توپچی باشی کورنۍ په چاردهی کې د کابل- کندهار د لویې لارې په خواکې د (۹) قلبې مخکې لرونکی وه او د دُرانی دولت په دفترونوکې د توپچی باشی املاکو په نامه پیژندل کیدله او د اعلیحضرت دُرانی شجاع الملک شاه د دوهم کرتی پاچهی تر وروستیو پورې دا مځکه د دې کورنۍ په واک کی وه.

د امیر دوست محمدخان د دوهم وار امارت په زمانه کې د توپچی باشی موروثه املاک ولی محمدخان نومی تر لاسه کړل او په دی ځای کې یو عمارت شتون درلود چې د ولی محمدخان د قلعه په نامه یادیدله، خورا ثابته نه شوه چې له پخوانه دا قلعه موجوده وه او یانوموړی آباد کړه، د امیرعبدالرحمن خان د پاچهی په دوره کې، د ده زامنو سردار حبیب الله خان او سردار نصرالله خان د توپچی موروثه املاک د خپل تصرف لاندی راوستل.

کله چې په ۱۳۱۹ هـ ش کال د امارت نوبت سردار حبیب الله خان ته ورسید نویې په ۱۳۲۱ ق کې  د ولی محمدخان د قلعه په ځای کې د مهتاب قلعه په نوم یوه نوې او عصری ودانی او باغ د کرنیزو املاکو په ساحه ودان کړل، چې دې کلا او باغ د منزل باغ او د پذیرایی دماڼۍ بڼه درلودله یعنی لومړی منزل د کابل په لوری او وروستی منزل د کندهار خواته پروت ؤ.

د اعلیحضرت غازی امان الله خان د پاچهۍ په دوره کې د ۱۲۹۸ هـ ل کال له لومړنۍ نیمایی څخه دا کلا او باغ عسکری تعلیمګاه وه، د حربی ښوونځی او د نمونې قطعې د مقر لپاره و ټاکل شوه، په ۱۳۰۸ هـ ل  کې د سقوی لښکریانو استوګنځی شو. او له ۱۳۰۹ هـ .ل کال راهیسی د شاهی رسالې تعلیم ګاه او د پلې فرقی قرارګاه شوه په ۱۳۱۵ ل کال کې یې په ختیزه برخه کې د حربې ښوونځی نوې ودانۍ او تلګراف خانه طرح او بشپړه شوه.

د مهتاب قلعه او د باغ د محوطې عمومی مدخل مخ د کابل- کندهار د عمومی واټ خواته ؤ او واټ ته نژدی جنوب لویدیزه برخه کې،  سمبولیکه ماڼۍ وه چې له حرمسرای، یو لوی تالار، یو شمیر د اړتیا وړ ودانۍ او برجونه موجود وو چې دا ټول د معمارۍ په خورا ښکلی سبک جوړشوی وو ( په دی کې شک نشته چۍ د ناستې سالون، د خوب کوټې، تشنابونه، پخلنځی او طعامخانه او داسې نورې برخې یې درلودلی او باغ یې هم د سراجیه باغونو په سبک سنبال جوړ شوی ؤ چې خیابانونه باغچې، چمنونه، یې لرل او په ښکلو ګلونو، تزئینی و نو او بوټوپسولل شوی وو.) د مهتاب کلا باغ او ماڼۍ د زیاتو کلونو په اوږدوکې د هغو بهرنیو او کورنیو میلمنو استوګنځی ؤ چې د هېواد له لویدیزه به د کابل ښارته راننوتل.

همدارنګه کله هم د اماڼۍ او باغ د نمونې قطعې سوق الجیش ورپسی د حربی ښوونځی مقر او ځینی مهال د پوځی قطعاتو قشله وه. او د دې ترڅنګه په ملکی خدمتونوکی ترې هم ګټه اخستل کیدله، له کومه ځایه چی زما په یاد دی په هېواد کې د جګړو د ناتارونو ترپیل د مخه دلته د توپچی د یوی فرقې (لوا) قرارګاه ځاىی په ځاىی وه او بالاخره په هسې ډول ړنګه او ویجاړه او چورشوه چې یوازې نوم یی، پاتې دی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید