روزنامه اصلاح

د کاپی رایټ د ملاتړ بورد لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د کاپی رایټ د ملاتړ بورد لومړنۍ غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په مشرۍ جوړه شوه. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د مقررې له مخې، باید د کاپی رایټ د ملاتړ بورد د اړوندو چارو د تنظیمولو په مقصد لومړى د خپل داخلی طرزالعمل د برابرولو په باب کار وکړی او د هغه له مخې کار او فعالیت وکړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین فاضل سانچارکی هم د کاپی رایټ د مقررې په باب معلومات ورکړل او ویې ویل: په وروستیو کلونوکې د هېواد د لیکوالانو د زیاتو فکری آثارو د رامنحته کولو شاهدان یوو او کله کله د خپرونو په چاروکې شکایتونه هم رامنڅته کیږی چې د هغو د څیړنې په خاطر به دغه بورد د مقررې له مخې کار وکړی.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس عبدالمقیم افغان د مؤلف، منصف، هنرمند او محقق د حقوقو د ملاتړ) کاپی رایټ ) بورد د فعالیتونو د تنظیمولو د مقررې د ځینو مادو په باب معلومات ورکړل.

دغه راز د غونډې په بهیرکې له هغه وروسته چې برخه والو خپلې نظریې او پیشنهادونه وړاندې کړل، یوه تخنیکی کمېټه جوړه شوه چې د کاپی رایټ د ملاتړ بورد د داخلی طرزالعمل په باب کار وکړی او هغه راتلوونکی غونډې ته وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده چې د مؤلف، محقق او مصنف د حقوقو په چوکاټ کې د مؤلف او د فکری آثارو د رامنځته کوونکو د حقوقو د ملاتړ یو بورد جوړ شوى دى چې مشری یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معین په غاړه ده او د څه د پاسه یوولسو اړوندو ارګانونو واکمن استازی د هغه غړیتوب لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید