روزنامه اصلاح

د کانونو د غیر قانونی کیندنو د مخنـیوی نـوې هـڅې

د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلین وایی، په ټول افغانستان کې د غیر قانونی کیندنو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۲۹مه» خبریالانو ته وویل، چې د دې ترڅنګ د یاد وزارت لخوا د کانونو د ایستلو پر نقشې هم کار پیل شوی چې د اوږدمهال لپاره د حکومت لخوا د کانونو ایستل او د سهم لرونکو رول په برکې نیسی.

نوموړې زیاته کړه چې د کانونو د قانونی کیندنې او د غیر قانونی کیندنو د مخنیوی په هدف د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې سروې او څېړنې پیل شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان وویل:”موږ د څلورو ولایتونو راپورونه وروستی کړی دی اوس مو د ملی امنیت شورا ته لېږلی دی، په ټولو هغو سیمو کې چې غیر قانونی کیدنې کېږی، موږ پیژندلی دی او د منرال ډول مو یې هم پیژندلی دی“.

نوموړې زیاته کړه چې د کانونو د قوانینو او هایدرو کاربونونو په نوی کېدو سره هغه ستونزې هم هواری شوی چې مخکې د پانګې د لاسه وتلو او کان کیندنو په برخه کې موجودې وې.

هغې وویل:”موږ د کانونو ایستلو مقرره هم وروستۍ کړې ده، اوس یې یوه کاپی عدلیې وزارت ته تللې ده، هغوی ورباندې کار کوی، تمه لرو چې په څو اونیو کې کابینې ته وړاندې شی تر څو موږ وکولای شو منظوری یې واخلو“.

مېرمن نهان وویل: د مرمر ډبرو، تراورتین او تلک په ګډون د معدن کارۍ په ۳۸ غټو او وړو پروژو کې د پانګه اچونې منظوری تر لاسه شوې، چې د یادو پروژو اسناد به یو پر بل پسې بشپړ او اعلان ته وسپارل شی.

هغې زیاته کړه، چې د یادو ۳۸ پروژو له ډلې د ۵ پروژو په اړه له پانګه اچوونکو سره خبرې ورستۍ شوې او د دوو میاشتو په ترڅ کې به بشپړې شی. په دې پروژو کې د سمنګانو د سیمنټو، د جبل السراج د سیمنټو درېیمه برخه، د مرمر ډبرو درې کانونه، تراورتین او تلک پروژې شاملې دی.

د دې پروژو په عملی کېدو سره به د کانونو په سکتور کې ۳۰۰ میلیونه ډالر پانګه اچوونه تر سره شی.

مېرمن نهان په ټینګار سره چې په ناقانونه توګه د کانونو د کیندنې سیمې به یو پر بل پسې وپېژندل شی، وویل اوسمهال دغه سیمې په کابل، پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو کې پېژندل شوې او د قانونی کېدو لپاره یې ژمنې تر لاسه شوې دی.

په ورته وخت کې د هرات او ننګرهار په ولایتونو کې په ناقانونه توګه د معدن کارۍ د سیمو د پېژندلو بهیر وروستی شوی دی.

مېرمن نهان دغه راز وویل: په هغو سیمو کې چې په ناقانونه توګه د کانونو د کیندنې په اړه د کانونو وزارت د کارکوونکو لپاره د چاپیریالی او ټولنیزو شرایطو له امله د څېړنې امکان شتون نه لری؛ امنیتی بنسټونه له دغه وزارت سره همکاری کوی.

دغه وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې په افغانستان کې د کانونو غیر قانونی کیندنو په اړه په وار وار اندېښنې ښودل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید